د جنوبي وزیرستان کډوال خپلو کلو ته ستنیږي

독일 뮌헨 전통의상을 입은 여성들이 말이 끄는 수레에 올라타 레온하르디 마상행렬에 참석하고 있다. 말과 가축을 기르는 농부였던 성 레온하르디를 추모하는 행사다.

بې امنۍ دلاسه بې کوره شوو د جنوبي وزیرستان د سروکۍ او سره روغه اوسیدونکو نن د گل یا دوشنبې د ورځې نه خپلو کلو ته د ستنیدو لړۍ شورو کړه. د کډوالو د بیرته تگ دغه عمل به د اپریل د څلورمې نیټې پورې جاري وي.

د جنوبي وزیرستان د کډوالو خپل وطن ته د تگ په لړ کې د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بیټني ټانک ته ورغلی او د کوړقلعې نه يي د سترگو لیدلی حال رالیږلی.

حکومتي چارواکو عدنان بیټني ته ویلي د خیبر ایجنسۍ کډوال به خپلو سېمو ته د بیرته تگ عمل د مارچ د میاشت د ٢٠ مې نیټې نه شورو کوي. او د شمالي وزیرستان د بې کوره شوو خلکو خپلو کلو ته د ستنیدو دپاره د مارچ د میاشت ٣١ مه نیټه په موقتي توگه ټاکل شوي خو قوي فیصله به ورسته کولی شي.

د جنوبي وزیرستان د سروکۍ او سره روغه تحصیلونو د کډوالو بیرته خپلو سېمو ته د تگ په هکله د عدنان بیټني د سترگو لیدلی حال دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د جنوبي وزیرستان کډوال بیرته خپلو کلو ته ځي