په سوات کی ښځه او خاوند د غیرت په نوم وژل شوي دي

پولیس وایي چې د پېښې په تړاو یې تر اوسه دوه تنان ګرفتاره کړي دي

د خيبرپښتونخوا په سوات ضلع کې یوه ښځه او یو نارینه چې د خپلو کورنیو د مرضۍ خلاف یې سره واده کړی و، د غېرت په نوم وژل شوي دي.

د سوات ضلعې د پولیسو په وینا وژلی شوی ښځه خاوند د کبل تحصیل په قلاګۍ کلي کې ژوند کولو او دوه کاله وړاندې يې د خپل خاندان د مرضۍ خلاف د خپلې خوښې واده کړی وو.

پولیسو زیاته کړې ده چې د دې دوو تنو د وژنې پېښه د خالي/شنبې په ورځ رامخ ته شوې ده چې په کې ښځه آسیه بي بي او خاوند یې شېرزمین په ډزو ووژل شول.

د پولیسو وینا ده چې د دې کېس په تړاو، د شپږو کسانو په ضد مقدمه درج شوې ده او دوه کسان چې امین او اسماعیل نومیږي، ګرفتاره کړی شوي دي.

په سوات کی د ښځو د حقونو کارکوونکۍ تبسم عدنان وائي د غیرت په نوم وژنه آخر کیږي په څه، نکاح کول د دوه کسانو رضامندي ده، نه چه د مور پلار یا د خاندان د نورو غړو رضامندي.

تبسم عدنان وي او اې ډیوه ته وویل، حکومت له پکار دي چې په دې کار وکړي او خلقو ته ووایي چه دا يو غیر قانوني عمل دی.

مطبوعات وائي تیره میاشت په جنوبی خیبر پختونخوا شمالی وزیرستان کی هم دوه پیغلې د غیرت په نوم وژلی شوې وې چه علت ئې په سماجی رابطو د یو بل ځوان سره د هغوی ویډیو خپره شوی وه.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په کال ۲۰۱۹ خپل کلني رپوټ کې وایي د خیبر پښتونخوا حکومت د ښځو د تحفظ قانون راوړلو د مذهبی ګوندونو د فشار له وجی ناکامه شوی دی.

صوبائي حکومت د کورني تشدد د منعې کولو دپاره تیر کال په صوبائي اسمبلې کې یو بېل هم وړاندی کړی وو خو مذهبی سیاسی ګوندونو د دې مخالفت کړی وو. د قانون ماهر او د هائيکوړټ وکیل اکبر هوتي وایي چې په ملک کی قوانین شته خو د کمزوري پلټنو او ثبوتونو د نشتوالی په وجه مجرم د عدالت نه خوشې کیږي.

خلق د قانون پابند دي او د عدالت نه پرته چاته هم د وژلو اجازه نشته. مقدمه درج شي بیا ګواه نه يي يا واقعاتي شهادتونه او ثبوتونه کمزوري وي، نو مجرم ته سزا میلا‌ؤ نه شي، هغه بیا عدالت او قانون ته نه ګوري.

د ښځو د حقونو سازمان، عورت فاونډېشن په خپل کلني ۲۰۱۹ رپوټ کې ویلي چې خیبر پښتونخوا کې تیر کال په ښځو باندې تشدد کې شل فیصده زیات والی راغلی او په صوبه کې تیر کال ۷۷۸ ښځې په تشدد وژلی شوی دی. او په دی کې د غیرت او عزت په نوم وژنی هم شاملې دي.

د سرکاري شمیرې مطابق، په خیبر پښتونخوا کې په تیرو لسو کالو د کال ۲۰۱۰-۲۰۱۹ پوری ۴۳۷۳ ښځو د کورنۍ او غیرت په نوم تشدد له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.