نورې څومره وژنې به پوره وي چې د ترهگرۍ مخه ونیول شي

وزیراعظم نواز شریف طالبانو سره د مذاکراتو د حکومتي کمیټۍ غړو سره لیده کاته کوي

د پاکستان مسلم لیگ (ن) د حکومت او د غیر قانونه گرځول شوي پاکستان تحریک طالبان لخوا ټاکل شوي کمټیانې د یو بل سره د خبرو اترو نه کولو د عمل ښکار دي. د بلې خوا د طالبانو د تحریک ممند لخوا یو وډیو خوره شوي چې پکښې د فرنټیئر کانسټبلري یا ایف سي د ٢٣ کسانو سر پریکړي مړي د یو پک اپ نه په زمکه راغورځول ښودل کیږي چې دغه سر تیرې يي څو کاله پخوا نیولې وو او د ځان سره يي ساتلې وو.
د طالبانو ویان دعوه کوې د ایف سې نیول شوي قیدیان يی ځکه وژلې چې پاکستاني امنیتي سرتیرې هم د طالبانو نیول شوي قیدیان د عدالت د کومې فیصلې پرته وژنې. طالبان دعوه کوی چې په تیرو څو ورځو کښې پاکستاني ځواکونو په نوښار او کراچۍ کښې د دوي ملگري نیولې او بیا يي وژلې. ولې د طالبانو دغه دعوه حکومتي چارواکې نه مني او وايي د طالبانو دغه هڅه د خپل جرم په حقه گرځولو دپاره د جواز په توگه وړاندې کوي. د حکومت او د طالبانو دریزونه په پاکتساني او بهرني مطبوعاتو کښې څیړل کیږي او په سوشل میډیا دا تپوس ډیر په ډاگه کېږي چې نور به څومره او څوک څوک وژل کیږي تر څو حکومت فیصله وکړي او د ترهگرو سره د خبرو اترو په ځائې کوټلې گامونه پورته کړي او د ملک په کومو برخو کښې هم طالبان او د هغوي د مرستیالانو قوي مرکزونه له منځه یوسي. دوې په گوته کوي چې د شمالي وزیرستان پوځي اپریشن به د څه حده پورې خو د طالبانو حيثیت کمزوری کړي خو په مستقیمه توگه به د پوځ ترهگړۍ خاتمه ونه کړي ترڅو په پنجاب کښې جوړ مظبوط مرکزونه له منځه یوسي او معلوم دهشت گرد دقانون شکنجې ته راوړي.
که هر څو هم په رسمي توگه د بلوچ بیلتون خوښونکې ډلې او طالبان دا نه مني خو سرچینې دا دوعوه کوي په تیرو څو میاشتو کښې د بلوڅ او طالبانو مشرانو خپلو کې لیدلې دي او د یو بل سره د مرستو کولو ژمني يي کړې دي. څیړنکاران وايي د بلوڅ بیلتون غوښتونکو او طالبانو ترمنځ هیڅ فکري او سیاسي نزدې والی نشته خو د پاکستان سټیټ خلاف مبارزه يي شریکه کیدی شي.
د طالبانو سره د خبرو اترو د لارې د شخړې حل د پاکستان ټولنه او پارلیمان هم په دوه واضحه برخو ویشلې خو که وکتل شي د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب له خوا په دې اړه قومي غږ لا تر اوسه نه دی پورته شوی چې فیصله کن گنړل کیږي.
که د حکومت او طالبانو لخوا ټاکل شوي کمیټیانې په خپلو کوششوو کښې لا تر اوسه ناکامه ښکاري خو ددغه خبرو اتور دې عمل څه داسې مذهبي گوندونه او شخصیتونه مخې ته راوستې چې د ملک په ساسیت کښې يي کله هم دومره شهرت نه دی ترلاسه کړې او نه يي په تیرو انتخاباتو کښې کله غټ مقام موندلی.
د سوشل میډیا د بحثونو نه دا اندازه لگول گران نه دي چې عام اولس او خصوصاً ځوان او تعلم یافته کول د خبرو اترو په ځائې د حکومت نه د ترهگرو خلاف قوي پوځي اپریشن د شخړې حل بولي خو ولې څه څیړن کار خیال کوي د پوځي اپریشن سره به د ترهگرۍ په پیښو کې نور هم زیاتوالی راشې چې تر اوسه يي زیاتره هم پښتانه ښکار شوي دي.