"خبرو" پنجاب ته امن او پښتونخوا کې ترهگري بیا ژوندۍ کړه

د میا نواز شریف د حکومت او د طالبانو ډلو ترمنځه د خبرو اتور له امله خو د پاکستان په ډیرو برخو کې مصنوعي امن په نظر راځي او بیا د ملک لویه صوبه پنجاب په مکمله توگه په امن ده خو د پښتونخوا په ډیرو سیمو کې د طالبانو نفوذ ښه زیات شوی دی. دغه نفوذ څه نه څه د سوات خو ډیر د بونیر او شانگله ضلعو په څه برخو کې ښکاره دی

د میا نواز شریف د حکومت او د طالبانو ډلو ترمنځه د خبرو اتور له امله خو د پاکستان په ډیرو برخو کې مصنوعي امن په نظر راځي او بیا د ملک لویه صوبه پنجاب په مکمله توگه په امن ده خو د پښتونخوا په ډیرو سیمو کې د طالبانو نفوذ ښه زیات شوی دی. دغه نفوذ څه نه څه د سوات خو ډیر د بونیر او شانگله ضلعو په څه برخو کې ښکاره دی.
ځائي چارواکې وايي د طالبانو وسله والو قوي مرکز د شانگله ضلعي په کابل گرام سیمه کې دی چې ددغه ځایه په اسانه بونیر او تور غر سیمو ته هم خپل عملیات خوروي. په تیر یو کال کې د بونیر د امن لښکر ډیر مشران په هدفي وژنو کې لمنځه تللې دي. چې پکې فاتح خان، انور خان، اجمل خان، عدالت خان او دغه شان د ای این پې یو بل غړی افضل خان په نخښه شوي او دغه لړۍ لا روانه ده. سبب يي دا دی چې د بونیر د سېمې نه د پاکستان پوځي ځواکونو ویستل شوي دي او دغه شان حال د شانگله ضلعي هم دی.
ځائې پولیس او اوسیدونکې وايي د سوات او بونیر په پوله ایلم غر سېمه نن سبا د طالبانو په ولکه کې ده. په سوات کې هم هدفي وژني روانې دې چې تازه پیښه پکې د چارباغ د امن کمیټۍ غړی قاروق خان په نخښه کول دي. پولیس مطبوعاتو ته وايي د ځانمرگي برید ښکاره هدف هم فاروق خان کیدی شي ځکه دغه پیښه د فاروق خان د شخصي کلینک خوا ته رامنځته شوې ده. د امن کمیټۍ د یو فعال غړي په حېث فاروق خان د طالبانو په ناخوښه کسانو کې دی.
د فاروق خان د وژنې د ناکامه برید نه وړاندې د سوات په مټه سېمه کې گران خان هم په یو دغه شان هدفي برید کې وژل شوی وو. څیړونکې وايي د پاکستان د پوځ د عملیاتو په وخت په دغه سېمو کې د امن کمیټیانې جوړول د هدفي وژنو سبب گرځي او که د امن کمیټیانو د غړو په وژلو یو نظر واچولی شي نو د باجوړ نه واخله تر مومندو او د کرمې نه تر اورکزو او جنوبي وزیرستان پورې ډیر مشران او د امن کمیټیانو غړي په هدفو وژنو کې په نجښه شوي دي.
دغه عمل د پښتونخوا په دیر، لکي مروت، ټانک او پیښور سېمو کې هم روان دی. د امنیتي چارو ماهرین وايي د پوځ د عملیاتو څه خاص فائده ونشوه ځکه چې د ترهگرۍ بریدونه ودریدلې نه دي او هغه خلک چې د پوځ په مرسته ښکاره د امن کمیټیانو ملاتړي وو په نخښه شو چې د پوځ په مقابله کې ترهگرو ته د هغوي وژل اسان دي.
د امن کمیټیانو د مشرانو وژل په اولس کې دا ویره هم خوروي که چرې څوک د پوځي عملیاتو ملگرتیا وکړي او یا د پوځ په ملاتړ ټوپک راواخلي نو ژوند ته يي خطر ډیر دی او دحفاظت بندوست يي کم.
ځائې پولیس او اولسي مشران باور لري چې د طالبانو د ملاکنډ ډویژن په ډیرو سېمو کې بیا راپاسیدل، د حکومت او غیر قانونه گرځول شوي تحریک طالبانو په منځ کې د امن د خبرو اترو نتیجه ده د خبرو لپاره اخیستل شوي دمې نه یواځې د طالبانو هغه پټ خلک بیا راڅرگند کړل ولې دا حوصله يي هم وومونده چې د تیر حکومت پلویان او د امن کمیټیانو غړي یو په یو په نخښه کړي.