پاکستان کې د بهر نه هیواد ته په خپلو پېسو رواړلو نوی سکیم اعلان شوی

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملک خرابیدونکې اقتصاد ښه کولو لپاره د بهرهیوادونو نه بیرته خپل وطن ته د پیسو راوړلو په سر پاکستانیانو لپاره په ټیکس کې د کموالي او د بخښنې سکیم اعلان کړی.

وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د زیارت په ورخ پایه تخت اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي حکومت د یو ځل لپاره د بخښنې سکیم اعلان کړی چې ترمخه يې ملکي خلکو ته اجازت ورکړل شوې چې حکومت ته په دوه فیصده ټیکس ورکولو سره د بهرملکونو په بینکونو کې ایښودې خپلې پیسې بیرته پاکستان ته راوړي.

عباسي ویلي په انکم ټیکس یا په امدن ټیکس کې به د ۳۰ فیصده نه د ۵ او ۱۵ ترمنځ ته راکوز کړی شي او حکومت به د راتلونکې مالې کال جولايي میاشت نه د ټیکسونو نه ورکوونکو پرضد ګام پورته کولو لپاره د قامي شناختي کارډونو ادارې نه د ددغه خلکو معلومات راغونډوي.

شاهد خاقان عباسي د تیرې فرورۍ په میاشت کې د امریکې د کاروباري خبرې ادارې بلوم برګ سره د یو مرکې په وخت د خپل ملک په خلکو غږ کړی وو چې ټیکسونه ورکړي او زیاته کړې وه ملک د ټیکسونو ورکولو بغیر ترقي نشي کولی.

د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي ایم ایف په شمول قرضې ورکوونکو ادارو د پاکستان د ټیکس او مجموعي امدن ترمنځ شرح باندې څو ځله اندیښنې څرګندې کړي کوم چې خواشا ۱۲ فیصده ده چې د نړۍ کم ټیکس ورکوونکو ملکونو کې حسابیږي او د ۲۰۰ ملینه ابادۍ په دغه ملک کې د یوفیصد نه هم کم خلک ټیکس ورکوي.

پاکستان کې په تیرو وختونو کې د حکومت لخوا په خلکو باندې د ټیکس ورکولو ته سخت مزاحمت ښودل شوی او د ملک امدن زیاتولو لپاره د بخښنې حکومتي پلانونه د ناکامۍ سره مخ شوي.

پاکستان کې د سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ په تېرو اته میاشتو کې د هیواد خساره ۵۰ فیصده زیاته شوې او د ملک بهرنۍ زرمبادله ډېره په تېزۍ سره په کمیدو ده.

د پاکستان د څېړنې یو کاروباري ادارې ای- اېف فرګوسن اېنډ کو د شمېرو ترمخه پاکستانیان په بهر ملکونو کې ۱۵۰ ارب ډالره اثاثي لري کومې چې د پاکستان د حکومت د ریکارډ کاغذونو نه پټې دي ځکه چې د ښکاره کولو په صورت کې به په دغه اثاثو باندې ددې مالکان حکومت ته ټیکس ورکوي. د ادارې د شمېرې ترمخه په دغه اثاثو کې ۸۰ ارب ډالره په جایدادونو او بینکونو او ۲۰ ارب ډالره د بهر ملکونو په سټاک مارکیټونو کې او ۵۰ ارب ډالره په سامان جوړوونکو کمپنو او کارخانو کې لګولی شوي.