د تیراه کډوال بیرته وطن ته ځي خو وايي کلې او کورو نه يي ویران دي

سږ کال د مارچ په میاشت کې تیراه نه شا او خوا ١٧٠٠٠ خلک هلته د تندلاریتوب له امله امن و امان ته د خطر په وجه په هجرت مجبوره شول. تیره میاشت د حکومت په مرسته، د تیراه د کډوالو د بیرته تگ عمل شورو شو چې تر اوسه پکې ٢٥٠٠ کورنۍ بیرته تللې دي

د تیرو څو میاشتو راهسې بې کوره او د کډوالۍ ژوند تیرولو ورسته، په سلگونو د تیراه اوسیدونکې بیرته خپل وطن ته روان دي خو وايي د حکومت لخوا ورسره د لوظونو سره سمې مرستې نه دي شوي.
د کوهاټ سره د نزدې بیرته تلونکو تیراه والو نوم لیکلنې د پاره جرما کې یو کیمپ لگول شوی دی چرته چې په رضاکارانه توگه د تیراه وادۍ اوسیدونکې خپل نومونه درج کوي چې بالاخر ورته حکومتي کومک ورکړی شي.
جرما کې بیرته تلونکې څو تیراه والو د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ابراهیم شنواري سره وطن ته د تلو په هکله د خپلو تاثراتو څرگندونه کړې ده، وايي که څه هم خپلو کورنو ته په تلو خوشحاله دي خو کلې او کورونه يي ویران دي، لکه د هسپتالونو او سکولونو غوندې بنیادي سهولتونونه محرم دي او د حکومت لخوا چې ورسره د مرستو کوم لوظونه شوي د هغې سره سم لاس امداد ورته نه دی ورکړی شوی.
خو د قدرتي افتونو په صورت کې فاټا د پاره د وفاقي حکومت د امداد ادارې فاټا ډزیسټر اتارټي مشر ارشد خان وايي بې کوره شوو خلکو ته د کور په رنگ سهولت ورکول ناممکن کار دی خو وفاقي حکومت به خپل وس کې ټول کوششونه کوي چې ددغه خلکو مدد وکړی شي. هغه وویل د تیراه خلکو په بحالۍ به ١٧ اربه روپۍ مصرفیږي.
سږ کال د مارچ په میاشت کې تیراه نه شا او خوا ١٧٠٠٠ خلک هلته د تندلاریتوب له امله امن و امان ته د خطر په وجه په هجرت مجبوره شول. تیره میاشت د حکومت په مرسته، د تیراه د کډوالو د بیرته تگ عمل شورو شو چې تر اوسه پکې ٢٥٠٠ کورنۍ بیرته تللې دي.
جرما کې د بیرته تلونکو تیراه والو تاثرات تاسو دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د تیراه کډوال بیرته وطن ته ځي