ټرانسپورټران وايي د ډیزلو ګرانېدو له امله به یې کاروبار نور خراب شي

د خزانې د وزارت ترمخه د ډيزلو د يو لټر نرخ څلور روپۍ زيات کړی شوی دی او ورسره د کور د استعمال د ګېس يا اېل پي جي بيعه هم د کلو په سر قریباً دوه روپۍ زياته کړی شوې ده

د خېبرپښتونخوا د تجارتي ګاډو د مالکانو يا د ټرانسپورټرانو د اتحاديې مشر لياقت خان وايي د احتجاجونو او کرونا وبا له امله یې روزګار اغېزمن شوی دی او اوس د ډيزلو په بيعه کې زياتوالی به دوی ته نور زيان ورسوي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې لیاقت خان وويل کومو خلکو چې په قسطونو ګاډي اخېستي دي او مزدوري ورباندې کوي نو د هغې بيعې هم لوړې شوې دي.

د پاکستان د خزانې وزارت ويلي په نړيوالې منډۍ کې د خامو تېلو د بيعو جګېدو وروسته د ډېزلو په بيعو کې زياتوالی راوستل شوی دی او دوی کوښښ کوي چې د زياتو بيعو اثر کم کړي نو ځکه د پټرولو او خاورو تېلو په بيعو کې زياتوالی نه دی شوی.

د خزانې د وزارت ترمخه د ډيزلو د يو لټر نرخ څلور روپۍ زيات کړی شوی دی او ورسره د کور د استعمال د ګېس يا اېل پي جي بيعه هم د کلو په سر قریباً دوه روپۍ زياته کړی شوې ده.

دا په داسې حال کې چې تېره مياشت هم د اېل پي جي په بيعو کې زياتوالی شوی ؤ.

د اقتصاد پوهان وايي د کرونا وبا وروسته په نړيواله کچه اقتصادي فعاليتونه زيات شوي دي چې اثر يې په نړيواله منډۍ کې د خام تېلو په بيعو شوی دی.

د اقتصادي هلو ځلو کارپوه سجاد احمد وايي حکومت د پټرولو بيعې نه دي جګې کړي خو زور يې ډيزلو ته تللی دی. د ډالر بيعه کمېدو سره بيعه ډېره نه ده زياته کړی شوې او دا ويره څرګندېږي چې راروان کال د فبرورۍ او مارچ په مياشتو کې به دا بيعې ډېرې زياتېږي.

د وزارت خزانه په وينا په پټرولو او ډيزلو پټروليم لېوي يا ټېکسونه هم کم کړی شوي دي.

د مرکزي حکومت ترمخه په پټرولو د يو لټر په سر يوه روپۍ ۳۲ پېسې او د ډيزلو د يو لټر په سر دوه روپۍ ۴۳ پېسې لېوي هم کمه کړی شوې ده.

د ياد وړ ده چې له دې وړاندې حکومت پټروليم لېوي يا ټېکس ۳۰ روپۍ ته رسولی ؤ او اوس د پټرولو د يو لټر په سر ۲۸ روپۍ ۸۶ پېسې او د ډيزلو په يو لټر ۲۷ روپۍ ۵۷ پېسې لېوي اخستل کېږي.

د مرکزي حکومت له خوا په پټرولو او ډيزلو جنرل سېلز ټېکسونه ۱۷ فيصده اخستل کېږي او له دې وړاندې په جنورۍ کې مرکزي حکومت په پټرولو اته فيصده او په ډيزلو ۱۳ فيصده سېلز ټېکس ترلاسه کوو. اوس مرکزي حکومت په مجموعي توګه د پټرولو د يو لټر په سر ۴۷ روپۍ او په ډيزلو ۵۲ روپۍ ټېکس د اولس نه ترلاسه کوي.