پخوانۍ فاټا کې د جنورۍ ١٠ مې نېټې نه د ووټرانو نوم لیکنه پېل کېږي

الیکشن کمېشن تېره هفته د اتوو قبایلي ضلعو دپاره د صوبايي اسمبلۍ په مجموعي توگه د ١٦ چوکیو اعلان وکړو. د دغه حلقه بندۍ ترمخه، اورکزو ته پکې یوه صوبايي چوکۍ ورکړی شوې ده

د خېبر پښتونخوا په نویو قبایلي ضلعو کې به د ووټرانو د نوم لیکنې یا رجسټریشن کار د جنورۍ د میاشت د ١٠ مې نېټې څخه پېل شي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د پاکستان الیکشن کمېشن ترجمان سهیل خان وویل د نوم لېکنې د دې عمل په مهال خلک په ووټر لسټ کې خپل درک یا پته هم د شناختي کارډ مطابق کولی شي او یا یې بدلوولی شي.

سهیل خان زیاته کړه چې د کومو خلکو د ووټرانو په فهرست کې نومونه نشته هغوی خپل نومونه په فهرست کې درج کولی شي.

د الیکشن کمیشن ترجمان وویل د ووټرانو د نوم لېکنې دغه لړۍ به د جنورۍ د ١٠ نه تر د جنورۍ د میاشت د ٣١ مې نېټې پورې روانه وي.

په عین حال کې په اورکزو قبایلي ضلع کې ځینو قامي سیاسي، مذهبي او د مدني ټولنې فعالانو د الیکشن کمېشن نه غوښتنه کړې چې په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې د دوی حقله بندۍ ته دې بیا کتنه وکړی شي.

د اورکزو دغه فعالانو په سیمه کې شوي ورستۍ سر شمېرنه یا مردم شماري هم رد کړي او د دې د بیا کولو غوښتنه یې کړې ده.

الیکشن کمېشن تېره هفته د اتوو قبایلي ضلعو دپاره د صوبايي اسمبلۍ په مجموعي توگه د ١٦ چوکیو اعلان وکړو. د دغه حلقه بندۍ ترمخه، اورکزو ته پکې یوه صوبايي چوکۍ ورکړی شوې ده.

خو په هنگو کې د گل، دوشنبې، په ورځ د اورکزو سیاسي او قامي مشرانو په یوه غونډه کې نه یوازې په سیمه کې شوي سرشمېرنه رد کړه بلکې د نوي حلقه بندۍ غوښتنه یې هم وکړه.

د اورکزۍ گرېنډ الاینس نومې غونډې یو مشر مثل خان وویل چې دوی د الیکشن کمېشن په حلقه بندۍ تحفظات لري او "مردم شماري خو بالکل منو نه." هغه زیاته کړه ټول قبایل سرشمېرنه نه مني د هغه په وینا دا یو "گپ" یا ټوکه شوي ده.

مثل خان زیاته کړه چې د اورکزو په بره برخه کې د امنیت د غیر یقیني حالاتو له امله د سیمې زیاتره خلک بې کوره شوي وو او هلته د سر شمېرنې عمل په سمه ډول سر ته نه دی رسول شوی.