ټرمپ د پاکستان په اړه د سېنټر رېنډ پال پیغام یو ښه فکر بللی

Sen Rand Paul

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې ناوخته له پاکستان سره د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه د سېنټر رېنډ پال د ټویټ په ځواب کې په خپل ټوېټر باندې د هغه د ټویټ ستاینه کړې او دا یې یو ښه فکر ګڼلی.

سینیټر رینډ پال تیره ورځ په ټویټر ویب پاڼه باندې په یو پیغام کې ویلي وو هغه به په کانګریس کې یو بېل وړاندې کوي چې په راتلونکو ورځو کې په پاکستان باندې د امریکا مرستې ودرول شي.

نوموړي ویلي، ددغه بېل د لارې به هغه پیسې چې پاکستان ته ورکول کیږي دلته د خپل هېواد د سړکونو او پلونو په جوړولو باندې به لګول کېږي.

د صدر ټرمپ انتظامې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پاکستان ته د ورکونکو پوځي مرستو د درولو اعلان کړی او ویلي و دغه مرستې به ترهغو پورې پاکستان ته نه ورکول کیږي ترڅو چې اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني تندروه ډلې پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي نه وي.

چارواکو د جمعې په ورځ ویلي د صدر ډانلډ ټرمپ دغه اعلان به پاکستان ته د یو ارب ډالره پوځي سامان او د ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې د شویو لګښتونو لپاره ورکوونکې ۹۰۰ میلیونه ډالره مرسته اغیزمنه کړي.

د امریکا د حکومت یو جګ پوړي چارواکي ویلي، له پاکستان سره پوره وخت شته چې و ښايي چې دوي د امریکا دغه غوښتنه په غور او فکر سره پوره کړي.