وسله والو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ څلور عسکر وژلي

په میران کې د وسله والو خلاف د عملیاتو په مهال د یو وران کړی شوی کور تصویر

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په دوو بېلا بېلو حملو کې د پاکستان د پوځ څلور عسکر وژل شوي او اته نور زخمیان شوې دي. حزب الاحرار نومې ډلې د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د ځايي انتظاميي د چارواکو په وینا یوه حمله د شمالي وزیرستان د رزمک تحصیل په منظر خیل سیمه کې د گل، دوشنبې، د ماسپیښن په وخت وشوه. وسله والو د پوځ د معمول په گزمه ډزې وکړي.

ځايي چارواکو په ډزو کې د پوځ د دریو عسکرو د وژل کېدو او د پنځو نورو د زخمي تصدیق وکړو. زخمیان په رزمک کې هسپتال ته منتقل کړی شوې دي.

په پوځ بله حمله د اتوار، یکشنبې، په ورځ ماښام د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې وشوه چې یو عسکر پکې ووژل شو او درې نور زخمیان شول.

په شمالي وزيرستان کې په پوځ دا تازه حملې په داسې حال کې شوې چې د تېرې اوونۍ راهسې په سيمه کې په امنيتي ځواکونو پينځه بريدونه شوي شپږ پوځيان او درې د خاصه دار ځواک سرتيري پکې وژل شوي.

انتظاميه وايي تازه پېښه تېره شپه ناوخته د دته خېل تحصيل په خړ کمر سيمه چې افغان پولې ته څېرمه پرته ده هلته رامنځته شوې ده.

د حزب الاحرار ډلې ترجمان چې د ځان پېژندگلو د ډاکټر عزیز یوسفزي په نوم کوي، مطبوعات ته په پېغام کې د دواړو ورستیو حملو ذمه واري په غاړه واخیسته.

د چارواکو په وېنا د دته خپلو په حمله کې ژوبل عسکر د ميرانشاه پوځي روغتون ته وړل شوي دي او د حملې په سیمه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

څلور ورځې وړاندې د دته خېل په لواړه کې د پاکستان د پوځ په وېنا د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري وسله والو په هغو عسکرو بريد کړی څوک چې په پوله په ازغن تار لګولو بوخت وو.

په ياد بريد کې پوځ پخلی کړی ؤ چې درې پوځيان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو.

په ياده پېښه پاکستان په اسلام اباد کې افغان استازي ته احتجاج کړی ؤ.

په پوله د ترسره شوي بريد زمه واري د حکيم الله محسود او حزب الاحرار ډلو منلې وه.

د لواړې د پېښې وروسته د شمالي وزيرستان سره په پوله د افغانستان په خوست سیمه کې چارواکو تور لګولی ؤ چې د پاکستان د لوري دغلته هوايي بريدونه او توپې کارول شوي او د مرګ ژوبلې اړولو ادعا يې کړې وه.