پاکستان به افغانستان ته د ۴٠ زرو ټنو غنمو ډالۍ ورلیږي

د پاکستان د وزیراعظم تیره ورځ کابل ته د سفر ورستو اعلان شوی دی چې پاکستان به خپلو افغان وروڼو له ۴٠ زره ټنه غنم په ډالۍ (تحفه) کې ورکوي. دې اعلان سره دا هم ویل شوي دي چې د افغانستان څخه به پاکستان ته په تلونکو تجارتي توکو اضافي قانوني خرصونه هم نه اخستل کیږي.

د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ماڼۍ په یو بیان کې ويلي دي چې د وزیراعظم کابل ته سفر گټور وو.

د پاکستان یا افغان چارواکو لخوا د غنمو د ډالۍ په حقله نور معلومات نه دي ورکړې شوي چې دا غنم به کله او څنگه ورکول کیږي.

په ورستیو کې د دواڼو ملکونو تر منځه د اړيکو په خرابیدلو د دواړو هېوادونو تر منځه په تجارت کې ډېر کمی راغلی وو.

د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د سوداگرۍ کمي او د بيا د هند سره د افغانستان سوداگرۍ د پاکستان سوداگر اندېښمن کړي وو.

څو ورځې وړاندې د افغانستان صدر اشرف غني حکم کړی وو چې د پاکستان د سامانونو ډک ټرکونه به خپل هېواد ته ننوتو ته نه پرېږدي، او څو پورې چې پاکستان افغانستان ته د سوداگرۍ دپاره ځمکنۍ لاره نه وي ورکړی چې هند سره پرې سودگري وکړي، افغانستان به د پاکستان او چين ترمېنځ د اقتصادي پروژې برخه نه جوړیږي.

په تېرو ورځو کې د پاکستان او افغانستان د سوداگرۍ د خونو مشر زبیر موتي والا ويلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني صادراتو او توکو مارکیټ ډیر کم شوی دی.

د پاکستان سره په تجارت کې د کمي ورستو افغانستان د هندوستان سوداگري پېل کړې وه. هند د ايران د لارې په رسمي ډول د افغانستان سره سوداگري شورو کولو نه وروستو د غنمو ډک سمندري جهازونه د ایران د چهابهار د لارې افغانستان ته ولیږل.

هند ـ افغانستان او ايران تېر کال د چابهار په سمندري اډه صلاح شوي وو چې دا به د منځنۍ اسيا سره د تجارت دپاره کاروي.

د پاکستان او افغانستان د سوداگرو د اتحادیې يو بل غړی او پاکستانی سوداگر داروخان د هند او افغانستان د تجارت ورستو ویلي وو د چابهار د لارې د هند او افغانستان ترمېنځ سوداگري د پاکستان دپاره زيانمه نه ده، هغه ويلي وو هند کله هم د افغانستان سره په سوداگرۍ کې د پاکستان ځای نشي نيولی.

د پاکستان لخوا د تازه تجارتي اعلان ورستو حاجي دارو خان یو وار بیا وویل دغه اعلان سره به د دواړه هیوادونو اقتصاد او خپل منځي تجارت ته ډیره گټه ورسي "د افغانستان نه راتلونکي تجارتي مالونه پاکستان ته ډیره گټه رسوي"