د پاکستان حکومت د زکات نصاب زیات کړی دی 

نصاب هغه ټاکل شوو پیسو ته ویل کیږي چې له ضروري اخراجاتو ورسته په اکاونټ یا کور کې پرتې وي. زکات د اسلام له فرائضو څخه یو دی چې هر کال به یې مسلمان د خپلو لګښتونو ورسته په بچت شویو پیسو یا نورو شتمنیو ورکوي

په پاکستان کې د زکات د مرکزي ادارې ناظم اعلا ویلي چې هېواد کې د زکات نصاب 80933 روپۍ ټاکل شوی او د روژې د میاشتې په لومړۍ نېټه که د چا په بینک اکاونټ کې دومره یا تر دې زیاتي روپۍ پرتې وي نو د 2.5 فیصد شرح سره سم زکات واخیستل شي.

تېر کال دا نصاب 46329 روپۍ ټاکل شوی و چې سږ کال پکې نږدې 75 فیصده زیاتوالی شوی دی. د زکات مرکزي اداره وایي له کرنټ یا جاري اکاونټونو څخه به د زکات پیسې نه اخیستل کیږي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ یو اعلامیه کې ویل شوي د زکات پیسې به د بچت او د شریکې ګټې او تاوان یا همدغه ډول اکاونټونو څخه اخیستل کیږي. او د پاکستان ټول کارباري بنکونه به دا پیسې له اخستو وروسته حکومت ته سپاري.

نصاب هغه ټاکل شوو پیسو ته ویل کیږي چې له ضروري اخراجاتو ورسته په اکاونټ یا کور کې پرتې وي. زکات د اسلام له فرائضو څخه یو دی چې هر کال به یې مسلمان د خپلو لګښتونو ورسته په بچت شویو پیسو یا نورو شتمنیو ورکوي.

په پاکستان کې یو شمېر خلک غواړي چې د زکات پیسې پخپله و حقدارو ته ورکړي ځکه دوی د روزې تر میاشتې وړاندې له خپل اکاونټونو څخه پیسې وباسي.

د اقتصاد د چارو کارپوه پروفیسر معراج الحق و ډیوه ته ویلي خلک ځکه خپلي پیسې د روزې تر میاشتې له مخه باسي چې په حکومت باور نه لري او فکر کوي چې د دوی د زکات پیسې و حقدارو او ضرورتمنو ته نه رسیږي.

یو دیني عالم اسرار احمد مدني وړاندېز وکړ چې حکومت باید هر هغه چا ته مالومات ورکړي چې زکات ځینې اخستل شوی وي او باید په دې خبر وي چې د هغه زکات چیري او څنګه کارول شوی دی.

د پاکستان حکومت وايي د زکات په پیسو یې د بې وزله خلکو لپاره یو شمېر پروژې شورو کړې چې پکې له غریبو کورنیو سره د مرستو لپاره “احساس پروګرام” او “لنګر خانه پرګرام” هم شامل دي.