د پاکستان مرکزي حکومت راتلونکي کال لپاره د صوبو پرمختیایي بجټ کم کړی ، صوبی پرې نیوکې کوي

د پاکستان قامي اقتصاد کونسل د راتلونکي مالي کال 2020-21 لپاره په هېواد کې د 1324 اربه روپو د پرمختیا د منصوبو منظوري ورکړی ده.

مطبوعات د سرکاري دستاویزاتو ترمخه وايي چې په کلنیز ترقیاتي پروګرام کې د روان کال په پرتله صوبو ته د کال 2020-21 په بجټ کې ۱۰۹ ارب روپۍ کمې ورکړی شوي دي.

روان کال په صوبو کې د ترقی د منصوبود پاره ۷۸۳ روپۍ اېښودی شوې وې خو د راتلونکي کال لپاره ۶۷۴ اربه روپۍ تجویز کړی شوي دي

د پاکستان حکومتي مطبوعاتو د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي دي چې په دې اړه اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې یوه غونډه شوې ده چې پکې د کلنیز ترقیاتي بجټ منظوري ورکړی شوې ده.

د پاکستان مطبوعات وايي چې په غونډه کې د انفراسټرکچر یا اډاڼې لپاره د۳۶۴، د توانایې لپاره ۸۰ اربه، د اوبو د منصوبو لپاره ۷۰ اربه او د ټرانسپورټ او مواصلاتو منصوبو لپاره ۱۷۹ اربه روپۍ تجویز کړی شوي دي.

مطبوعاتي رپوټونو وايي چې په صوبو کې د ترقۍ د منصوبو لپاره ۶۷۴ اربه او په مرکز کې ۶۵۰ اربه روپۍ تجویز کړی شوي دي.

د کلنیز پرمختیا دغه منصوبې به د راتلونکي جمعې ورځ کېدونکي د پارلیمان بجټ غونډې ته وړاندی کړی شي.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبریال فدا حسېن وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې په کلنیز پرمختیايي پروګرام کې نوې منصوبې نیشته او ددې سره به بې روزګاري نوره هم زیاته شي.

په اسلام اباد کې موجوداقتصاد پوها او خبریال خبریال ذیشان حېدر ډیوه ته ویلي دي چې حکومت د دفاع په بجټ کټ یا کمی نشي کولای او د اولسي ترقۍ بجټ یې کم کړی دی. داسې ګامونه افتصاد ته معاشي زیانونه اړوي.

د پاکستان په سېنېټ کې د خېبر پښتونخوا غړی او د جومات اسلامي صوبايي مشر مشتاق احمد خان ویلي دي مرکزي حکومت چې د روان کال د ترقۍمنصوبو لپاره کومې پېسې اېښودی وې په هغې کې یې د ۴۵ غټو منصوبو لپاره یې یوه پېسه هم نه ده جاري کړی

سېنېټر مشتاق خان وايي په دغه منصوبو کې د انسټیټویټ پټرولیم ټېکنالوجي اف کرک، د اېف سي قلعه د پېښور ښار نه حیات اباد ته انتقالول، د ماشومانو د صحت د خسمانې اداره او هسپتال جوړول،پېښور تورخم موټروی،خېبر پاس اکانامک کوري ډور، ،ګومل زام ډېم ، غلنۍ محمد ګټ توسیع، د پښتونخوا د سویلي سیمو مزکو زرغنولو غټه منصوبه چشمه رائیټ بنک کېنال، اېکسپو سېنټر پېښور ، سوات موټروی او داسې یو شمېر نورې د ترقۍ اهمې منصوبې شاملې دي، چې د پي ټي ايي حکومت ورله په 2019-20 کې یوه روپۍ هم نه ده ورکړی.

رائیټرز خبري اداره وايي چې دوي ته د بجټ په اړه کوم دستاویزات سرکاري چارواکو ورښودلی دي نو په هغې کې د کال 2020-21 لپاره د اقتصادي ترقۍ ۲۰۳ هدف تجویز کړی شوی دی خو دا به کتلی هله ممکن شي چې په کرونا وبا څومره زر قابو وموندلی شي.

خو نړیوالې مالیاتي ادارې ورلډ بنک ویلي دي چې راتلونکي کال به د پاکستان د اقتصادي ترقۍ کچه یواځې یو فیصد وي چې دا وخت منفي روانه ده.

سېنټر مشتاق وايي نړیوالو مالیاتي ادارو د پاکستان حکومت ته ویلي دي چې که اېښودی شوي د اقتصادي ترقۍ اهداف حاصلول غواړي نو غېر ترقیاتي اخراجات دې راکم کړي او د ترقۍ نوې منصوبې دې پېل کړي.

اقتصاد پوها او صنعتکار زاهد خان شنواري وايي چې د پاکستان په اقتصادي ترقۍ کې د صنعتي پېداوار، برامداتو او په بهرنیو هېوادونو کې د مېشته پاکستانیانو پېسې (زرمبادله) کردار لوبوي خو دا وخت درېواڼه اهم اړخونه د حکومت د نااهلۍ او کرونا وبا د وجې په بده توګه اغېزمنه شوي دي.

شنواري زیاتوي دی نه ګڼي راتلونکو درېو کلنو کې به د هېواد اقتصاد بېرته سم شي.