په پاکستان کې د کرونا وایرس مړینې ، او ناروغان په لویه کچه کم رپورټ کیږي

کله چې په کوټه کې د سیف الله خان ملګری او د هغه پلار د افغانستان سره په پوله پروت چمن ښار کې یوې جنازې ته د تللو وروسته ناروغه شول نو ده هغوي نه وغوښتل چې د کرونا ویراس لپاره د معاینه وکړي. خو د هغه ملګري انکار وکړو. دوه اوونۍ وروسته یې د هغه د ملګری پلار مړ شو.

د پاکستان په اسلام آباد کې اوسیدونکی سیف الله خان چې په کوټه کې د خپلې کورنۍ زیاته برخه لري وویل: "هغه د کویډ-19 ټولې نښې لرلی ، خو دوی هیڅکله د هغه معاینه نه وه کړې او د هغه مرګ وروسته یې هم چا ته د خبره ښکاره نه کړه. دوی یې رویتي جنازه وکړه."

دا ممکنه ده چې په پاکستان کې د میلینونو قضیو یا کیسونو نه یوه وي چې خلک د کرونا وایرس معاینه نه کوي او په ناروغۍ اخته کسانود قامي ډیټابیس کې یې ریکارډ نه وي.

د شماریاتو یا احصایوي زیات ماډلونه ، رسمي بیانونه ، لیک شوي حکومتي اسناد ، او په بیلابیلو ښارونو کې خلکو سره مرکو نه دا خبره څرګندیږي چې په پاکستان کې د کرونا وایرس ناروغانو او مړینو کچه ډیره لږ رپورټ کیږي.

د ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کې د وزیر اعظم عمران خان لخوا جوړ کړل شوي ټاسک فورس مشر عطا الرحمن د شورو یا چهارشنبې په ورځ بلومبرګ خبري ادارې ته ویلي: "اصلي شمېره به د هغه څه په مقابله کې دوه یا درې چنده زیاته وي چې حکومت یې رپورټ ورکوي."

تازه حکومتي شمېرې د ملک په کچه د کرونا وایرس کیسونه 160،000 او مړینې نږدې 3،000 ته رسوي. په هرصورتد معلوماتو ساینس پوهان (ډیټا ساینټېسټ ) او نور څیړونکي داسې ویره لري چې د کرونا وایرس نه اغیزمن شوي خلکو ریښتینی شمېرې ممکن ده چې په میلینونو او د مړ شوو کسانو په لسګونو زرو کې وي.

د مۍ په میاشت کې د پنجاب صوبې مرکز او د پاکستان دوهم لوی ښارلاهور کې د روغتیا وزارت لخوا شوي رینډم -ناڅاپي معاینې نه معلوم شوه چې د ټولو معاینو لږترلږه شپږ فیصدي د کرونا وایرس لپاره مثبتې وی او په ځینې سیمو کې تر 14 فیصده پوری.

د ښار ابادی او د اخستل شوي نمونو د معلوماتو پراساس د صحت وزارت د کارکوونکو ډله (ورکنګ ګروپ) چې د وبا ناروغانو ، د عامې روغتیا متخصصینو ، اقتصاد پوهانو ، د شماریاتو ماهرانو او د عامه پالیسۍ پوهانو ورکې ګډون لرلو د می په 15 نیټه په لاهور کې د قضیو شمېر 670،800 اټکل کړی ؤ.

په کومه کچه چې د وایرس خپریږي نو په هغه کارکوونکي خلک اندیښمن کړي.

ډاکټر وحید الزمان طارق چې یو لوړ پوړی ویرلوجیسټ (هغه ساینس پوهه يا ډاکټر چې د وایرسو او د وایرس ناروغیو علاج کوي) چې د دې ډلې غړی وو او د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره جوړې شوي په حکومتي کمیټیو کې برخه لري وایي: "زموږ حسابونو وویل چې شمېرې په هر دوو اونیو کې دوه چنده کیږي."

د دې شمېرو له مخه به د جون په 15 باید یوازې په لاهور ښار کې په کرونا وایرس اخته کسان نږدې 2.7 میلینه وي.

د نمونې اخیستنې د پروجیکټ یو لنډیز د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار ته هم وړاندې شوی وو او وروسته بیا ځایي میډیا ته لیک شوی وو او په پراخه کچه په واټس ایپ ګروپونو کې خپور شو. امریکا غږ هم د دغه سند یوه کاپي لري.

پدې اوونۍ کې د پاکستان حکومت د لاهور په ګډون 20 ښارونه د کرونا وایرس مرکزونه اعلان کړو او په ښار کې یې ډیری سیمې وتړلې.

د تیر اتوار په ورځ د بلوچستان صوبې یوه اعلی روغتیايي چارواکي ادعا وکړه چې د دغه صوبې 40 فیصده وګړي د مخکې نه په دې ناروغۍ اخته شوي دي. د 2017 کال د سرشمیرنې له مخې د بلوچستان ابادي یا نفوس 12.3میلینه خلک دي او 40 فیصده به نږدې 5 مېلینه ته نږدې وي. په بلوچستان کې په دغه ناروغۍ رسمي ثبت شوې شمېره اوس هم 9،000 نه کمه ده.

د صوبې د صحت ډایریکټر جنرل سلیم ابڑو وویل "خلک حکومت ته د ناروغانو په اړه معلومات نه ورکوي ، او د بلوچستان په بیلا بیلو برخو کې مړینې پیښیږي."

د صحت ماهرین اندیښنه لري چې د درست معلوماتو راټولولو کې مشکل خلک خطا باسي او د ناروغۍ په اړه یې بې احتیاطي رامینځته کړې ، دا مسله پخپله وزیراعظم هم مني.

وزیراعظم عمران خان د اتوار یا یکشنبې په ورځ قام ته په خطاب وینا کې وویل: "عامو خلکو فکر کاوه چې حتی دا یوه ناروغي نه ده. کله چې دوی ولیدل چې ډیر خلک په نړۍ کې ناروغه کیږي ، دوی فکر کاوه چې پاکستانیان په دې ناروغۍ نه اخته کیږي ."

خو په عمران خان انتقاد کوونکي د کرونا وایرس وبا په اړه د ګډوډۍ پړه په هغه اچوي.

په خپلو پخوانیو ویناو کې لکه د مارچ په میاشت کې وزیراعظم د وبا "یو ډول فلو- نزله" وبلله چې زر تر زره خپریږي خو " 97 فیصده کیسونه په مکمل توګه رغیږي ، او د 90 فیصده نه یې واقعیا لږې نښې نښانې لري."

د اپرېل میاشتې په اخر کې ښاغلي عمران ټینګار وکړو چې د پاکستان قضیه د نورو هیوادونو په څیر خرابه نه ده او د مړینې کچه "د تمې نه ټیټه وه."

د لوی ښارونو نه بهر د ناروغۍ د خپریدو په اړه پوهاوي ډیر ورو ؤ. په پیښور او د خیبر پښتونخوا صوبې په نورو برخو کې ، ګڼ شمېر عیني شاهدانو د ټولنیزې فاصلې ، د ماسک یا نورو خوندیتوب ګامونو د نېشتوالي رپورټ ورکړی. ځینو خلکو وویل چې د دوی ملګري ناراضه شول کله چې دوی د لاس ورکولو یا غیږه ورکولو د سیمه ایز دودونه رد کړل.

د می د میاشتې په پای کې په پیښور کې میشت د امریکا غږ اردو څانګې خبریال شمیم شاهد ولیدو چې د خیبر پښتونخوا بونیر ضلع د خادوخېل تحصیل په بیلابیلو کلیو کې خلک په ناڅاپه په ګڼ شمېر کې مړیږي.

شمیم شاهد چې د هغې کورنۍ په دې سیمه کې ژوند کوي وویل: " هره ورځ به تاسو د پنځو نه تر شپږو پورې د مرګ خبرونه اوریدل. خلکو به وویل چې دوی د ټیفایډ له وجې مري ، خو هیچا د کرونا وایرس معاینه نه ده کړې. خو ما ته په خوا د ټایفایډ داسې وبا په یاد نه راځي. "

خو کله چې د شمیم شاهد یو ورور ناروغه شو او معاینه یې وکړه نو د هغه د کویډ-19 معاینه مثبت راغله . هغه ورور اوس روغ شوی دی.

د مفت یا وړیا حکومتي ازموینو د اسانتیاو نشتولی هم د ازموینې نه کولو یو سبب دی. د شخصي لیبارټري معاینه د یو عادي پاکستاني لپاره ګران دي ، د یو تن په معاینه نږدې8,000 پاکستانی روپۍ (50امریکایي ډالر) مصرف راځي . د هیواد 25 فیصده د غربت کرښې نه لاندې دي. خو د هیواد په زیاتو برخو کېپه ځانګړي توګه کوچني ښارونه او کليو کې د معاینې اسانتیاوې شتون نلري.

د کرونا وایرس لپاره جوړ شوي د پاکستان د قامي کمانډ او عملیاتو مرکز (این سي او سي) ویب پاڼې په وینا دغه هیواد د شخصي لیبارټریو په ګډون د کرونا وایرس معاینې لپاره 111 ځانګړی لیبارټري لري. په دغو کې 42 یوازې په درې ښارونو کراچۍ، لاهور او اسلام اباد کې دي. پاکستان خواوشا 207 میلینه ابادی لري.

په ټیسټ کولو کې یو بل څرګند خنډ د وایرس په اړه پراخه سازشي نظریې دي. د یوې سازشي نظریې ترمخه چې په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو د لارې زیاته ځله شریکېږي ، هغه دا چې هسپتالونو کې د کرونا وایرس شکمن ناروغان د زهر انجیکشن سره وژني او بیا یې مړي په امریکا ته د تجربې لپاره خرڅوي.

په فیسبوک یو خبر کې ادعا شوی: "دوی کورنۍ ته یو تابوت ورکړي چې هیڅ شی د ښخولو با دفن کولو لپاره پکې نه وي او چاته د خلاصولو اجازه هم نه ورکول کیږي. او اصلي مړی په لس زره ډالرو خرڅول کیږي."