د پاکستاني طالبانو یو اهم کمانډر په افغانستان کې وژل شوی، امنیتي چارواکی وايي

امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته چې په کال ۲۰۱۴ کې وسله والو په د پاکستان "ضرب عضب" نومې عملیاتو د شروع کېدو نه پس احسان الله د سلګونو نورو وسله والو ترڅنګ افغانستان ته واوړېدو

د پاکستاني طالبانو یو اهم کمانډر احسان الله چې د عمر خطاب په نامه هم یادېدو د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. دا خبره یو پاکستاني امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته کړې ده.

امنیتي چارواکي د نوم نه څرګندوولو په شرط وویل چې دوی ته د ترلاسه شویو معلوماتو ترمخه احسان الله د افغانستان په ورګون سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته چې په کال ۲۰۱۴ کې وسله والو په د پاکستان "ضرب عضب" نومې عملیاتو د شروع کېدو نه پس احسان الله د سلګونو نورو وسله والو ترڅنګ افغانستان ته واوړېدو.

د احسان الله د وژل کېدو خبر د پاکستان ۹۲ نومې ټېلې وژن هم رپورټ کړی.

د احسان الله د وژل کېدو او د وسله وال په توګه د هغه په اړه نور معلومات د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني په دې رپورټ کې وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

امنیتي چارواکی وايي احسان الله د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو