پښتو په پاکستان کې دویمه لویه ژبه بلل شوي

پښتو په پاکستان کې دویمه لویه او د 18.24 فیصد خلکو مورنۍ ژبه ده. په اوله شمېره پنجابي ده چې د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس د شمېرو ترمخه د 38.87 فیصد پاکستانیانو مورنۍ ژبه ده.

اردو، چې د پاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه پس په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي.

سندهي 14.57 فیصدو سره په دریم نمبر، سرایکي 12.19فیصدو سره په څلورم نمبر ده. خو د اردو ژبې ویونکي په پنځم نمبر دي او ددو\شمیره ټول هیواد کې 7.08فیصده ښودل شوې ده.

د کال 2017م کې دپاکستان دننه د شوؤ سر شمیرو ځینې نتیجې مخې ته راوړل شوې وې خو ځینې بیا پټې ساتل شوې وې. خو اوس د پاکستان د شماریاتو ادارې یا پاکستان بیورو آف سټیټسټکس حتمي نتیجې رابرسیره کړې دي.

په نتیجو کې د نورو معلوماتو تر څنګ پاکستان کې د مورنیو ژبو شمیرې هم ښودل شوې دي چې له مخې یې پښتو د هیواد دویمه لویه ژبه ښودل شوې ده.

وي او ای ډیوه چې د خیبر پښتونخوا ټیکسټ بک بورډ پخواني چیرمین پروفیسر ډاکټر فضل رحیم مروت نه پوښتنه وکړه څه وجه کیدی شي چې د هیواد د زیاتو وګړو مورنۍ ژبې پنجابي او پښتو دي خو تعلیمي، عدالتي او دفتري ژبې اردو او انګریزي دي. نو هغه وویل:

پښتونخوا کې تل ادبي او سیاسي تنظیمونو دتعلیم په مورنۍ ژبې کې غوښتنې کړې دي. خو پنجاب کې بیا داسې غوښتنې ډیرې کمزورې پاتې شوې دي.

هغه وایي تر دې چې په لوړو حکومتي چوکیو دناستو پنجابیانو اکثریت کورنیو کې د پنجابۍ په ځایې اردو ژبې ویل کیږي.

ډاکټر مروت وایي پښتانه که په څومره هم لویه چوکۍ کښیني کور کې پښتو وایي خو ستونزه داده چې دوئ په پښتو لیک لوست نه شي کولی.

ډاکټر مروت وايي 2008م نه تر 2013م پورې مونږ هڅه کړې وه چې تعلیم مورنیو ژبو ته راواړوو.

"د پښتو نه علاوه نورې څلور ژبې لکه کوهستاني، سرایکي، کوهار او هندکو مونږ د نصاب او کتاب ژبې وګرځولې. تر دولسم ټولګي دغه ژبې لازمي وګرځول شوې خو ورپسې چې د تحریک انصاف حکومت راغلو نو دې طرفته یې پاملرنه ونه کړه"

د باچا خان پوهنتون چارسدې د پښتو څانګې استاد ډاکټر بدرلحکیم حکیمزی وایي تر کومې چې مونږ پښتانه په شعوري توګه نه وي بیدار کړي. په دې مو نه وي پوهه کړي چې د نړۍ پرمخ تللو هیوادونو پردو نه بلکې خپلو ژبو کې ترقي کړې ده. دا پوهه چې ترڅو عامو خلقو ته نه وي رسیدلې نو پښتو خو پریږده دلته چې مونږ سره دې سیمه کې نورې ژبې موجودې دي هغوي هم ترقي نشي کولی.

ډاکټر حکیمزی زیاتوي د پاکستان مقتدره حلقو له به سوچ او فکر پکار وي چې هیواد مورنیو ژبو کې د زده کړو په سوب څومره ترقي کولی شي، نورو ژبو کې ددې امکان نیشته.

هغه وایي ډیر داسې هیوادونه دي چرته چې زیاتې ژبې ویل کیږي. ټولو ته خپل حقونه ترلاسه وي. د هیواد وحدت ته ترې هیڅ خطر نه جوړیږي.