د پښتون تحفظ تحریک غونډو ته تگ قامي فريضه ده: ‏رحمت شاه سایل

منظور پښتین ښاغلي سایل ته هر کلی وايي. د رحمت شاه سایل د زوي حمیدالله او هنر مند ظفر اقرار تر مخه دا عکس عطالله جان جوړ کړی دی

وتلي پښتون شاعر رحمت شاه سایل ويلي دي چې دی د پښتون ژغورنې غورځنگ په پېښور کې غونډې ته ځکه ورغلی وو چې دا ورباندې قامي فرض وو. هغه د وي او ډیوه په خپرونه کې د یو تپوس په ځواب کې وویل چې چا ورته بلنه نه وه ورکړې او دخپله انده دغه غونډې ته ورغلی وو. ښاغلی سایل وايي :

"خپله قامي فريضه مې پوره کوله، حاضري مې پکې لگوله"

په عکس کې د ښي اړخه ولاړ: نورالبشر نويد، رحمت شاه سایل او شيرین یار یوسفزی. دا عکس ښاغلي گوهر ننگیال اخستی او ډیوه ته یې رالیږلی دی

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشرانو په اپيل د اپریل په اتمه نیټه په پېښور کې یوه درنه جلسه شوې چې د زرگونو په شمېره کې پکې پښتون اولس گډون کړې وو.

ښاغلي سایل وویل چې د پښتون ژغورنې په غورځنگ کې د اولس سیلاب ورگډېږي:

"دا د یو قامي تحریک شکل اخلي" د ښاغلي سایل په خیال که چري انصاف او نه شو نو دا تحریک هر قسم شکل اخستی شي.

د ښاغلي سایل د قامي بې وځلیو ، شتمنیو او قام ته د ورپېښو چیلنجونو په موضوعاتو کړې شاعري تر ټولو زیاته مقبوله ده.

ښاغلی سایل وايي دا تحریک د ېوې حادثې ورستو زیږیدلی دی خو مني چې د پښتنو په خاوره د پښتنو سره د تېرو ۴٠ کلنو راهسې ظلمونه کیږي:

"پښتانه د ۴٠ کالو راهسې په جگړه کې دي، د ظلم ښکار دي، په خپل وطن کې مهاجر دي" هغه وویل د ظلم زغملو حدونه تمام شوي دي :

"چې جام ډک شي بیا ترې اوبه توئېږي"

ښاغلي سایل وویل د پښتون ژغورنې غورځنگ د دردونو تحریک دی. د پښتون ژغورنې غورځنگ غونډې ته په یو شمېر نورو ورغلیو لیکوالانو کې، نورالبشر نويد، شيرین یار یوسفزی، ډاکټر سهېل، ډاکټر اعجاز، ډاکټر محب وزیر او یو شمېر نور شامل وو. ​

د ښاغلي رحمت شاه سایل سره د مرکې یوه برخه دلته اوریدلی شئ چې د وي او ای ډیوه خبریال رحمان بونيري ورسره کړېده.

Your browser doesn’t support HTML5

رحمان بونیری د رحمت شاه سایل سره مرکه