د پښتنو سره شوو جرمونو حساب کتاب دې اوشي : افراسياب خټک

د ملتان په ريلوی سټيشن د امنيتي ځواکونو د ټريننگ په ويډيو کې ترهگر د پښتون پټکي سره او په کميس پرتوگ کې ښودل شوی

په پاکستان کې د بشري حقونو مبارز او پخواني سڼېټر افراسياب خټک غو ښتنه کړې چې د فاټا د خلکو سره د شوي زور زياتي د پلټونو يواځينۍ لاره د ټروت اينډ ريکانسيلييشن کمېشن يا د ريښتيا او د بيا روغې جوړې کمېشن جوړول دي. داسې کمیشنونه د نسلي کرکې په بنیاد د شوو ظلمونو او د بشري حقونو د سرغړونو په سر جوړیږي.

په خپل يو ټويټ کې ښاغلی خټک وايي (مونږ له يو د باور وړ ټروت اينډ ريکانسيلييشن کمشن جوړول پکار دي چې د فاټا د خلکو سره د شوي جرمونو پلټنې وکړي. يواځې د ريښتآ او روغې جوړې کمېشن دا باب بندولی شي)

د قبايلي سيمو خلک د باجوړ نه واخله تر سويلي وزيرستان پورې په احتجاج دي. د کرم ايجنسۍ پاڅون پکې د دې لړۍ تازه مثال دی. پښتانه په رياست تورونه لگوي چې د ترهگرۍ په نوم يې د دوې کورونه او جايدادونه تباه کړي او پښتانه يې نړۍ ته د ترهگر په څير ښودلي دي.

(د نور ظلم او زياتي به لا څه وايم چې زمونږ د ښځو د لباس يې ډير سپکاوی کړی. زمونږ د خويندو مياندو روايتي کميس چې مونږ يې گڼ خت بولو هغه يې هم په ويډيو کې يو ترهگر ته اغوستولی دی. دا اخري حد و چې دوې اوکړو. زمونږ سره بله لاره نشته خو بس چې راپاڅو) دا وينا د پښتون تحفظ تحريک مشر منظور پښتين د وي او ای ډيوه سره په يوه مرکه کې کړې ده.

حد خو تر دې رسيدلی چې د پاکستان د پوځ ميډيا سيل د نور خندني نه پرته دوه داسې ويډيوگانې هم خورې کړي دي چې هم پکښې د پښتنې ښځې د رواياتي کميس او هم د پښتون د پټکي او کميس پرتوگ سپکاوی شوی. د ملتان په ريلوی سټيشن د امنيتي ځواکونو د ټريننگ په ويډيو کې ترهگر د پښتون پټکي سره او په کميس پرتوگ کې ښودل شوی.

د ټروت اينډ ريکانسيلييشن کمېشن د څو تاريخي حقيقتونو په رڼا کې لږ جاج اخلو. هسې خو په نړۍ کې په بيلا بيلو وختونو کې دغه عمل په بيلا بيلو نومونو شوی خو د هېوادونو په نزدې معلوم تاريخ کې د دې کچې کمېشن په کال ١٩٨٢ کې په بو لېويا کې د پوځي امريت په دور کې د ورک کړل شوو يا بې درکه کړل شوو مخالفينو سره د غير انساني سلوک او د وژنو د پلټنو په سر جوړ شو. خو دغه کمېشن په دې ونه توانېدو چې د راغونډ کړل شوو حقيقتونو دغه رپورټ ډاگې ته کړي.

د دې کچې دويم کمېشن په ارجېنټينيا کې په کال ١٩٨٣ کې د پوځي حکومت د بشري حقونو نه د سرغړونې په حقله و چې د بې درکه کړل شوو خلکو پلټنې يې کړې وې. د ننکا ماس يا (بيا چرې نه) دا کمېشن په دې وتونېدو چې دغه رپورټ اولس ته وړاندې کړي.

خو تر ټولو مهم کمېشن په کال ١٩٩٥ په سويلي افريقه کې جوړ شو چرته چې د اقليت سپين پوستو په حکومت کې په اکثريت تور پوستو کوم ظلونه شوي وو د هغې پلټنې يې کړې وې.

د سپين پوستو د نيشنل پارټۍ او د تورپوستو د افريقه نيشنل کانگرس تر منځ د دواړو خواو په خوښه جوړ شوي کمېشن د تور پوستو سره د شوي نسلي کرکې او د هغوې د بشري حقونو د پښو لاندې کولو جاج اخستی و.

دې کمېشن ته د ٧٠٠٠ خوا و شا خلک راغلل خو يواځې لس سلنه برخه هغه خلک اوبخښل شول چې د بشري حقونو سر غړونه يې کړې وه او دا يې منلي وو چې د کرکې لامل يې نسلي او سياسي و. دا د بخښلو مهم شرط و چې چا ظلم کړی بايد هغه يې په ډاگه اوومني.

د نسلي کرکې او د سپين پوستو د ظلم زياتي خلاف نېلسن منډيله د عدم تشدد يوه اوږده او نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده. ډاکټر سهيل خان چې د باچان په ازاد سکولونو يې پي ايچ ډي سند اخستی واي چې نېلسن منډيله په خپله يوه مقاله کې ليکلي چې کله به په جيل کې ډير زړه ماتی شو او هيڅ رڼا به ورته نه ښکاريده نو د پښتون مبارز عبدالغفار خان (چې پښتانه يې په باچا خان يادوي) د ژوند او مبارزې په اړه به يې کتابونه لوستل پيل کړه او هغې به ورله بيا حوصله تازه کړه.

د ريښتيا او بيا روغې جوړې پينځه ټکي مهم بلل کيږي يو دا چې په اوله مرحله کې د تيرو حالاتو دې په سپين نيت او بې طرفه بحث وشي، دويم دا چې د تير ظلم کره پلټنې وشي، دريم دا چې زورل شوو او د ظلم ښکار شوو خلکو سره ناسته وشي، څلورمه دا چې دا کمېشن مستقل نه بلکه موقتي وي او پينځم دا چې دا د حکومتونو له خوا منل شوی وي چې د حکومت په زور ظلم رڼا واچوي.

څيړنکار واي داسې کمېشنونه هله رامنځ ته کيږي چې ټولنه ويشل شوې وي او بيا د رايو کولو د پاره يې دواړه خواوې په سپين نيت کيني او تور ته تور او سپين ته سپين اوويل شي او ريښتيا وومنل شي. د بشري حقونو د سرغړونې او نسلي کرکې زمه وار خپل جرم قبول کړي. د پښتنو جرگه د داسې کمېشن يو ژوندۍ بيلگه ده.