په خېبر پښتونخوا کې د بدامنۍ ضد او د امن په حق کې د احتجاجونو، لاريونونو او جرګو لړۍ يو ځل بيا پېل شوې ده۔
د کال 2023م په وړومبیو شپږو ورځو کې نن په جنوبي وزيرستان کې دامن په حق کې دريمه احتجاجي مظاهره په داسې حال کې شوې ده چې حکومت په دغه سیمه کې د وسله والو د وژلو دعوه هم کړي ده.
د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د بنو جاني خېلو کې هم دبدامنۍ پرضد دسیمې دخلکو لخوا سخت احتجاج شوی و۔
د روانې میاشتې په يوولسمه نېټه په مومندو کې هم د امن جرګې اعلان شوی دی.
د امن په حق او بدامنۍ ضد دا تازه مظاهرې په داسې حال کې پېل شوې چې په اتويشتم نومبر د ټي ټي پي او حکومت ترمېنځه ډزبندي ختمه شوې ده، ټي ټي پي يوازې د دسمبر په مياشت کې د يو کم 69 بريدونو ذمه وارۍ منلې دي.
خو دا چې ايا د امن د پاره دا احتجاجونه څه اثر لري؟ په باجوړ کې د امن پاڅون يو منتظم مولانا خانزېب وي او ای ډیوه ته وایي "پاڅونونه هغو سيمو کې کيږي چې ترهګرۍځپلي دي، ټول قامي او سياسي مشران رايوځاي شوي دي ، بدامني روانه ده خو ددې بدامنۍ مخنیوي د پاره دا احتجانونه کيږي"
نوموړي زياته کړه"له بدمرغه په ځاي ددې چې حکومت دامن په پلوۍ ددې غږونو مرسته وکړي هغه ددې دمخنيوي کوښښ کوي، امن خو د حکومت ذمه واري ده نو چې ولس امن غواړي بيا دوي ته تکليف د څه دی"
د لاريونو دا لړۍ په خېبر پښتونخوا کې د اګست د مياشتې نه راپدېخوا شروع شوې ده چې د ځايې خلکو په وېنا په سوات کې وسله وال ښکاره شول او په دير کې د صوبایي اسمبلۍ غړي باندې ډزې وشوې۔
د دير او سوات نه د بدامنۍ په ضد او امن په حق کې دپیل شوؤ احتجاجونو دا لړۍ قبايلي ضلعو او د خېبر پښتونخوا نورو برخو ته هم وغځېده، په دغه وخت د پاکستان دحکومت او ټي ټي پي ترمېنځه مذاکرات هم روان وو، خلکو به دعوه کوله چې ځايې په ځايې وسله وال ليدل کيږي۔
خو ايا دې احتجاجونو سره ترهګري کمېدلی شي؟ څيړونکی او د"مېلټنټ ډيسکورس" نومې کتاب ليکونکی ډاکټر خادم حسېن یې په جواب کې ډیوه ته وایي:
"زمونږه خو دا خيال دی چې د ترهګرۍ د اقتصاد د ولس احتجاج تر ټولو نه مضبوطه مورچه په دې شکل کې ده چې د خلکو پاڅونونه په ترهګرۍ اډاڼه اقتصاد په شا بوتللی شي"
وي او ای ډيوه د بدامنۍ په ضد او امن په حق کې ددې احتجاجي مظاهرو په اړه د حکومتي چارواکو د نظر معلومو په موخه د خېبر پښتونخوا د حکومت د وياند بیرسټر محمد علي سېف نه د وټس ايف د لارې دپېغام او د ټېلفون د لارې هم دنظر معلوملو هڅه وکړه خو د دولسو ساعتو تېريدو باوجود يې هم کوم جواب نه دی ويلی۔
وړاندې هم صوبایي حکومت ددې احتجاجونو په اړه کومې ښکاره خبرې نه دي کړي۔
ددې ترڅنګ وفاقي حکومت او اړونده ادارو هم دې احتجاجونو ته څه غبرګونه نه دې ښودلي.
په احتجاجونو بوخت خلک داهم ګيله کوي چې په احجتجانو کې په زرګونو خلک راټوليږي او د امن غوښتنه کوي خو په ملکي ميډيا کې ورته ځايې نه ورکړل کيږي۔
په دويمه جنورۍ د قامي سلامتيا دکمیټۍ له غونډې وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف په ټوېټر ليکلي وو "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي.
وزیراعظم په ټویټر لیکلي حکومت به یې په اقتصادي تګلاره ملکي اقتصاد بحالوي او ولس ته به اسانتياوې ورکوي.
دغسې د پاکستان پوځي چارواکو هم ويلي چې امن د قبايلي ضلعو د اولس او امنيتي ادارو اهلکارو په قربانيو پرځاي کړل شوی دی او چاته به هم اجازت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد لاس ته راوړنې ګډې وډې کړې