د پښتونخوا سوداگرو افغانستان سره تجارتي اړیکو پیاوړي کولو غوښتنه کړې

د پېښور یو تاجر وویل د افغانستان سره په تجارتي تعلقات کې د کمي له امله یې افغانستان ته صادراتو کې کمی شوی دی

د خېبر پښتونخوا سوداګران وايي حکومت له پکار دي چې د افغانستان سره د تجارتي اړیکو پیاوړي کولو او د صوبې اقتصادي وضع د ښه کولو لپاره د تاجرانو سره عملي مرستې وکړي.

سوداګرو دا خبرې پېښور ته د خزانې یا ماليې وزیر اسد عمر د سفر یوه ورځ وروسته کړي.

د خزانې وفاقي وزیر ته د پیښور په لومړي سفر کې د پښتونخوا کاروباریانو او تاجرانو د ګاونډي هېوادونو سره د ښې اړیکو غوښتنه کړې. کاروباریانو وویل د افغانستان سره يې په تجارتي اړیکو کې کمی راغلی او دا مهال ډیرې ستونزي ورپيښي دي.

ښاغلي اسد عمر په پېښور کې د تاجرانو سره په غونډه کې وویل چې د افغانستان سره تورخم په پله یې د تجارتي اړیکو پیاوړي کولو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې خو تر اوسه پورې یادې کمیټۍ په خپلو چارو کې دومره بریالۍ شوې نه ده.

د پېښور یو تاجر وویل د افغانستان سره په تجارتي تعلقات کې د کمي له امله یې افغانستان ته صادراتو کې کمی شوی دی.

د خېبر پښتونخوا تاجران د ډیر وخت راهسې د حکومت نه د مراعاتو غوښتنه کوي او وايي په صوبه کې د امنیت غیر یقیني صورتحال په وجه سرمایه دار په صوبه کې سرمایه کاري نه کوي، مقامي صنعتونو نه نقصان رسېدلی او د افغانستان سره په تعلقاتو کې د تاو تریخوالي منفي اثر د دوي په تجارت غورځېږي.

د تاجرانو د خبرو نور تفصیل پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور تجاران د افغانستان سره تجارت کې د اسانتیاو غوښتنه کوي