د پېښور قاسم علي خان جومات د جمعې په ورځ د لومړۍ روژې اعلان وکړو

دقاسم علي خان جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزۍ مطبوعاتو ته  وویل چې میاشت د لېدو په اړه د ترلاسه شويو شهادتونو په بنیاد  لومړۍ روژه د جمعې په ورځ ده

په پېښور کې د قاسم علي خان جومات غیر حکومتي کمېټۍ اعلان وکړو چې لومړۍ روژه د جمعې په ورځ ده.

دقاسم علي خان جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزۍ مطبوعاتو ته وویل چې میاشت د لېدو په اړه د ترلاسه شويو شهادتونو په بنیاد لومړۍ روژه د جمعې په ورځ ده.

خو د پاکستان د میاشت کتنې حکومتي کمېټۍ اعلان کړی چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې میاشت نه ده لیدلي خو لومړۍ روژه به د خالي، شنبې، په ورځ وي.

په پاکستان کې زیاتره مهال روژه اؤ اختر دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې اؤ دقاسم علي خان جومات ترمنځ داختلافاتو له امله په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي.

دقاسم علي خان جومات مشر مفتي شهاب الدین پوپلزئ اؤ نور دیني عالمان ګیله کوي چې د میاشت لیدنې دولتي کمیټه کې دخیبر پښتونخوا دخلکو دمیاشت لیدنې په اړوند شهادتونه نه قبلیږي.

خو دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې مشر مفتي منیب الرحمان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي چې دغه شهادتونه په شرعي اعتبار سره کمزوري اؤ دمنلو وړ نه وي ځکه نه قبلیږي.

دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې مشر مفتي منیب الرحمان

دمفتي شهاب الدین پوپلزئ ویاند محمد نصیب وي او ای ډیوه ویلي چې نن د زیارت په ماښام به قاسم علي خان جومات کې دمیاشتې دلیدلو شهادتونو ترلاسه کولو دپاره د دیني عالمانو غونډه راجوړیږي.

هغه ویلي دکرونا وايروس له امله به ننۍ غونډه کې دعالمانو ګډون په ډیره لږه کچه وي خو د خلکو نه به دمیاشتې دلیدلو شهادتونه د ټيلي فون د لارې اخستل کیږي اؤ که شهادتونه ترلاسه شي نو دجمعې په ورځ به د وړومبۍ روژې اعلان کولی شي.

دسعودي عرب په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې هم د جمعې په ورځ وړومبۍ روژه ده.