د پېښور هايکورټ وکیلانو د باجوړ ځانمرګی بريد غندلی، د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې

د پېښور هايکورټ  وکيلانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جنرل باډۍ غونډه کړې، او ویلي يې دي ترهګرو د جوماتو وروسته ولسي غونډې په نخښه کول پېل کړل. وکيلانو افسوس څرګند کړی او دعوه یې کړې "په منظمه طریقه خېبرپښتونخوا ته ترهګر راوستل شوي دي".

د پېښور هايکورټ بار وکيلانو اتحادیې باجوړ کې د جمعيت علمااسلام په غونډه د ځانمرګي برید غندنه کړې او د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ کې په 30مه جولايۍ د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه ځانمرګی بريد شوی، پوليسو په بريد کې د 56 کسانو د وژل کېدو او 83 ژوبلېدو تاييد کړی دی.

د بريد زمه واري داعش منلې ده.

د پېښور هايکورټ وکيلانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جنرل باډۍ غونډه کړې، او ویلي يې دي ترهګرو د جوماتو وروسته ولسي غونډې په نخښه کول پېل کړل. وکيلانو افسوس څرګند کړی او دعوه یې کړې "په منظمه طریقه خېبرپښتونخوا ته ترهګر راوستل شوي دي".

وکیلانو ویلي، "پښتونخوا د تېرو دوه لسيزو راهسې د ترهګرۍ ښکار ده او په دې ملک کې يواځې د پښتنو وينه بهيږي، رياست دې په خپلو خارجه او داخلي پاليسيانو نظرثاني وکړي خلکو ته به د ترهګرۍ ضد راوتل يو اواز کېدل وي ځکه چې د پښتنو نسل کشي روانه ده".

وينا کوونکو ویلي، "د افسوس خبره دا ده چې د افغانستان څخه ناروغان نه راپرېښودل کيږي خو ترهګر راځي". دوی د پاکستان بار کونسل نه په دغه لړ کې د کردار ادا کولو غوښتنه هم کړې ده.

د پېښور هايکورټ بار پخواني جنرل سيکرټري محمد آیاز خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، دوی د وکيلانو غونډه رابللې چې د پښتونخوا د راتلونکې دپاره مشوره او تګلاره وړاندې کړي.

هغه وويل، "دوی به د خپلو واکدارانو نه پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ مخه ولې نه نيسي؟ او خودکش د کمې خوا نه راځي د دې پلټنې پکار دي".

او د سپريم کورټ وکیل نور عالم خان وويل، د باجوړ په ځانمرګي بريد کې پښتانه بچي وژل شوي دي، وکیلان راغونډ شوي وو او په دې یې بحث وکړو چې هر ځای پښتون ولې په هدف کيږي.

هغه وويل، "دوی ته به حکومت او ادارې کله رښتيا وايي، چې دا چاودنې ولې کيږي؟ دومره غټ پوځي عمليات وشو د هغې نتيجې څه مخې ته راغلې؟ او که هغه عملیات کامياب وو نو بيا دا چاودنې ولې کيږي او پښتون ولې په هدف دی؟".

او د سپریم کورټ وکیل نويد اختر وويل، "د وکيلانو په غونډه کې د ریاست نه غوښتنې وشوې چې د ترهګرۍ ضد حکمت عملي دې د قام سره شريکه کړي او خپل دریځ دې په ډاګه کړي، په دغه موضوع بحث پکار دی".

د وکيلانو په غونډه کې قرارداد منظور کړی شوی او په قرارداد کې د "قامي ډاييلاګ په جوړولو ټينګار" شوی دی، په سياسي ګوندونو غږ شوی چې يو شي او د ترهګرۍ ضد خپل کردار ادا کړي او د ترهګرۍ ضد چې کومه کارروايي کيږي هغه دې عامه کړی شي.

په قرارداد کې ويل شوي "د نهمې مې د پېښو دپاره چې کوم اقدامات شوي دغه ډول اقدامات دې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره هم وشي".

باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ډلې په غونډه د ځانمرګي بريد وروسته د يادې مذهبي سياسي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، په باجوړ کې شوی ځانمرګی بريد "يواځې د جمعيت علما اسلام په کار کوونکو نه بلکې په ټول پاکستان او ټول امت مسلمه حمله ده، امن او فساد يو بل مخامخ شوي، مفسيدينو د جمعت علما پرامنه کار کوونکي په نخښه کړي دي".

هغه ويلي پښتنه خاوره د ترهګرۍ ښکار ده، د پښتنو مشرانو د جرګې رابللو يې ویلي او په رياستي ادارو یې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د باجوړ په خار کې د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د برید څومره غندنه وشي کمه ده.

هغه په اېکس یا پخواني ټویټر ويلي، "په سياسي ګوندونو د حملو څخه واضحه ده چې دښمن پاکستان کې د جمهوري نظام مخالف دی خو د دې به قطعا اجازه ور نه ورکړی شي".

هغه ويلي، "د پېښې زمه وار به په ګوته کړی شي او قرار واقعي سزا به ورته ورکړی شي".

د پاکستان وزیراعظم ويلي، "پاکستان قوم، قانون نافذونکې ادارې، او زمونږ محافظ به د دښمن داسې ناوړه هتکنډې کله کاميابېدو ته نه پرېږدي".

وکيلانو ویلي، "بايد چې ولس ته هر څه په ډاګه کړی شي چې چرته چرته نيمګړتياوې کيږي او ترهګري کيږي، په دې نه کيږي چې چاودنه وشي يو زمه واري قبوله کړي، بيا تحقيقات وشي، اوس په دغو محرکاتو ښکاره خبرې پکار دي او قوم په اعتماد کې اخستل پکار دي".