د پېښور هايي کورټ د ډاکټر شکیل افریدي مقدمه د اکتوبر تر 20 تاریخ وځنډوله

ډاکټر شکیل افریدي

د پېښور هايي کورټ د ډاکټر شکيل افريدي د کېس اورېدنه د اکتوبر د مياشتی 20 مې نېټې پورې ځنډولی ده. بلخوا د هغه وکیل وايي هغه ته اجازت نه ورکول کېږي چې د خپل موکل سره ملاقات وکړي.

قمر نديم اېډوکېټ زياته کړه چې هغه ته د يو وکيل په هېڅ هم دا اجازت نه ورکړل کېږي چې هغه د خپل موکل سره په جيل کې ملاقات وکړي.قمرندیم وویل ډاکټر شکيل افريدي هغه ته خپل پېغام د کورنۍ غړو په زریعه ورسوي. " د يو قيدي سره چې د هغه وکيل مېلاويږي کوم چې د هغه بنيادي حق دی نو هغه دلته نه پوره کېږي، زه په خپله هم څو واری تلی يمه او جېل سپرډنټ سره مې خبره هم کړې خو هغه وايي چې ماته اجازت نه شته دی."

د قمرندیم وویل د سينئر وکيل عبدالطيف افريدي د مصروفياتو له امله عدالت ته خاضر نه شو ځکه د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ د اورېدنې نېټه وځنډوله۔

بلخوا د خېبر پښتونخوا اېډوکېټ جنرل وايي چې سرکاري وکيلانو د ياد کېس د پاره پوره پوره تياری کړی او د اورېدنې په مهال سرکاري وکيل د بحث د پاره موجود وي۔

د ډاکټر شکيل افريدي وکيل قمرنديم وي او ای ډيوه ته وويل چې د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سېټ د مقدمې د اورېدنې نېټه ځکه بدله کړه چې په دغه موقع سينئر وکيل عبدالطيف افريدي موجود نه و۔

" په هايي کورټ کې نن 17 مه اورېدنه وه، د 16 اورېدنې د اېډوکېټ جنرل په وجه ځنډولی شوی وی ځکه چې هغوي به کله ويل چې تيار نه يمه او کله به يي څه بهانه جوړوله، نن هم ورته مونږه تيار وو خو سينئر وکيل عبدالطيف اپريدي صېب د تېرا د خلکو په جرګه کې مصروفه و نو هغه عدالت ته رونرسېدو نو نو مونږه له يې بيا يو موقع راکړه چې د اکتوبر 20 نېټې ته تاسو بيا راشۍ"

بلخوا د ډاکټر شکيل افريدي په کېس کې د حکومت نمائندګي کوونکي سرکاري وکيل اېډو کېټ جنرل شمائل بټ وي اوای ډيوه ته وويل چې دوی وړاندی هم خپل کېس تيار کړی و او نن هم د بحث د پاره تيار وو خو د عبدالطيف افريدي اېدوکېټ د نشتوالي له امله د کېس تاريخ بدل کړې شو۔

" يو تاثر چې په دې کې ورکړل کېږي چې د اېډوکېټ جنرل د دفتر نه په دې کې کمې بېشې دې يا مونږه نه پېش کېږو نو هم د دغې مخنيوي د پاره چې دا کېس د ځنډ ښاکر نه شي نو مونږه اېډيشنل اېډوکېټ جنرل ته دا کېس وسپارلو ځکه چې اېډوکېټ جنرل خپله يوه ډېره مصروفه څوکې ده، مونږه نه يوازې دې ته تيارې کوو بلکه کومه فېصله چې شوې نو د هغې قانوني دفاع هم کوو او باقي فېصله کول د هايي کورټ کار دی"

د اسامه بن لادن په را معلومه والو کې د امريکايي استخباراتي ادارې سي ائي اې سره په کومک تورن شکيل اپريدي ته په کال 2012 کې د پخوانۍ خېبر ايجنسی اسټنټ پوليټيکل ايجينټ د يو کلعدم تنظيم سره په اړيکو د 33 کالو د قيد سزا اورولی وه خو وروسته بيا د هغه د وکيلانو په اپيل دغه سزا تر 23 کالو راکمه شوه۔

د ډاکټر شکيل افريدي وکيلانو د وېنا ترمخه د کال 2014 راهسی د نوموړي د پوره سزه ختمولو اپيل په پخواني فاټا ټريبيونل کې د ځنډ ښکار و او خواوشا يو کال وړاندی د پېښور هايي کورټ ته د ياد عدالت نه منتقل کړې شو۔

ياده دې وي ډاکټر شکيل افريدي دا وخت د پنجاب په ساهيوال ښار کې په يو سخت امنيتي جيل کې قيد دی.