د پښتو ولسي سندر غاړي اکبر حسین ساه ورکړه

د پښتو ولسي سندرغاړي اکبرحسین د ٧٠ کلونو په عمر د پېښور سره نژدې خپل پلرني کلي اچیني کې ساه ورکړه.

د اکبرحسین د مرگ تصدیق د هغه یو زوي جمال حسین وي او ای ډیوه ته وکړو.

اکبرحسین په کال ١٩۴٨ کې زیږیدلی و او د ١٣ کلونو په عمر کې یې د هنرمندۍ د سفر اغاز وکړو. هغه په کال ١٩٦۴ کې د ریډیو پاکستان پېښور او بیا په کال ١٩٦٦ کې د پاکستان ټېلې وژن دپاره سندرې ریکارډ کول پیل کړل.

جمال حسین وايي پلار یې د ریډیو پاکستان او د پاکستان ټېلې وژن دپاره د زرگونو په شمیره کې د پښتو د کلاسیکي شاعرانو کلامونه ریکارډ کړي دي خو کله چې وي او ای ډیوه د جمال اکبر نه تپوس وکړو چې ایا حکومت اکبرحسین ته د هغه د خدماتو په بدل کې کوم اعزاز ورکړی و؟ نو هغه وویل پلار یې څو ځله د صدارتي ایوارډ دپاره نومول شوی وو خو په ژوند ورته دغه اعزاز ورنکړی شو.

اکبرحسین د خپل هنري ژوند ډیره برخه د دوو وتلو ولسي سندرغاړو احمدخان او احمدگل سره تیره کړې او زدکړې یې ترې کړې وه.

اکبر حسین په قام افریدی و او مشران یې د تیراه نه پېښور ته راغلي وو.

د هغه د جنازي او خاورو ته د سپارلو مراسم د اتوار، یکشنبې، په ورځ سر ته ورسول شول.

د اکبر حسین د ژوند او د هغه د اواز څه برخه د وي او ای ډیوه خبریال مدثرشاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اکبرحسین ژوند او فن