د پي ټي ایم جلسې له پښتنې ښځې څه هڅې کوي؟

په پیښور کې په اتم اپریل د پښتون ژغورنې غورځنګ کیدونکې جلسې ته چې څنګه څنګه وخت لنډیږي د پښتنوخوا او قبایلي سیمو تر څنګ ټولنیزه رسنیو هم د خلکو غږونه سېوا شوي او د نورو خلک دې ته تیاروي چې په دغه جلسه کې په لوې شمېر کې ګډون وکړي.

په ټولنیزو رسنیو یو شمیر خلک بیا داسې هم شته چې د دغه لاریون پرضد روانو کمپاېنونو برخه دي او د منظور پشتین او د هغه د تحریک لخوا شوي غوښتنو پرځاې په هغه پراپېګنډو خپرولو کې بوخت دي چې په ټولنیزو رسنیو روانې دي.

خو د دغې پراپېګنډو په ځواب کې بیا په ټويټر یو شمیر پښتنو او غیر پښتنو ښځو او میرمنو خپل غبرګون ښکاره کړی او د نورو نه يې هم غوښتلي چې په دغه جلسه کې ګډون وکړي.

د شاهده شاه کاکاخیل په نامه یوې میرمن د بل چا یو ټویټ خپور کړی چې پکې لیکل شوي ٫٫ د یو احتجاج مخه هم نه ده نیول پکار، که هغه چرته هم وي. دا د وگړو حق دی که په پرامنه توگه د دوي غږ نه اوریدل کیږي نو ریاست سره دې د مظاهرو لا لارې خبرې وکړي.٬٬

د بلوچستان په سرښار کوټه کې په غورځنګ کې برخه اخستونکې پښتنه وړانګه چې د پېښور جلسې لپاره پېښور ته رسیدلی، په دغه ښار کې د نورو پښتنو ښځو سره کمپاېن کې برخه اخستې. د وړانګې لوڼۍ پېښور ته تګ او په جلسه کې ګډون د غورځنګ فعاله غړې ثنا اعجاز په خپل یو ټویټ کې د ویډیو په شکل کې شریک کړی: ٫٫ وړانگه لوڼی په ٨م مارچ پشتون لانگ مارچ کې گډون کولو لپاره د کویټه نه پیښور ته راغلې ده٬٬

په یو بل ټویټ کې ثنا اعجاز لیکلي، چې د پېښور د جمهوري ډلې غړي نرګس افشین خټک او ناهید رحمان پېښور پوهنتون ته د ځوانانو جلسې لپاره هڅولو له تللي.

​د لونګین په نامه یو تن د پېښور جلسې وړاندې د پښتنو ښځو لخوا روانو منډو ترړو باندې د دغو مننه کړې او لیکي: ٫٫ پښتون ژغورنې غورځنگ کې د پښتنو ښځو گډون یقینا چې د کامیابې نښه ده.

د مسعود خان په نامه یو ځوان هم د پښتون ژغورنې غورځنګ کې د پښتنو ښځو په ګډون خوشحاله دی او دغه میرمنو ته سلامي وايي او وايي: ٫٫ په ټولو پښتنو خویندو ویاړ کوو چې دخپلو وروڼو سره په میدان لکه د زمرو ولاړي دي. د دوي حوصلو ته سلام.٬٬

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي هغوئ هیڅکله په دغو منفي پروپیګنډو څوک خپل هدف نه ته له رسیدو نه شي منعې کولی.

په سوشل میډیا زیاتره فعالین تورونه لګوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ضد کیدونکي لاریونونه دپوځ اؤ استخباراتي په وینا کیږي اؤ پوځ غواړي چې په هر صورت پښتنو کې دخپلو حقونو دپاره دبیدار شوي شعور مخه ونیسي.

د جمعې په ورځ هم په کرمه ایجنسۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ په ضد یو لاریون ویستل شوي چې پکې شاملو په لسګونو خلکو د” پاکستان زنده باد” اؤ” پاک پوځ پائنده “باد شعارونه ورکول.

ددغه لاریون مشرانو پخپلو وینا ګانو کې تور ولګولو چې دمنظور پشتین پښتون تحفظ موومنټ سره د بهر نه مرستې کیږي اؤ غواړي چې پاکستاني کې د پوځ‌ په ضد دخلکو نفرت پیدا کړي.