د رافعه عبدالله نیمگړي خوبونه

د رافعه عبدالله خوبونه نېمگړي پاتي شو.

د هغې ورور قاسم علي شاه دا میاشت په پېښور کې د ترهگرو په حمله کې ووژل شو.

قاسم علي شاه خپلې خور سره د یونیورسټۍ د تعلیم لوظ کړی و او خور د خپل ورور د واده امیدونه کول.

خو د رافعه عبدالله خوبونه، ارمانونه او خواهشونه د خپل ورور سره د ابد په لاره لاړل.

قاسم علي شاه په هغه نهه کسانو کې شامل و چې دا میاشت د پېښور د زراعتو د تربیي په مرکز د وسله والو په حمله کې ووژل شو. هغه خپل تعلیم سرته رسولی و او د نوکرۍ یې امید یې لرلو چې ژوند یې په ناڅاپه توگه ختم شو.

د هغه خور رافعه عبدالله وايي ورور یې د تعلیم سره سره نوکرۍ هم کوله او په اږو یې د کورنۍ د کفالت پروت پیټې یې وړلو.

د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني سره مرکه کې په سپینه برقعه کې پټې رافعه عبدالله وویل چې ورور یې تعلیم سر ته رسولی و، د روزگار امید یې و او هغې به ورته په زړه زړه کې د واده خوبونه لیدل.

رافعه عبدالله وايي ورور ورسره لوظ کړی و چې په هغې به د یونیورسټۍ تعلیم کوي.

د رافعه عبدالله نورې خبرې د عدنان بېټني په رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د رافعه عبدالله نېمگړي ارمانونه