فاېزر او بایواېن ټېک اېف-ډي-ای ته د کرونا واېرس پرضد وېکسین کارولو خواست کړی 

د امریکا د دوایانو لویه کمپني فاېزر او د جرمني بایوټېک کمپني،‌ بایواین ټېک نن د جمعې په ورځ‌ په اېمرجنسي یا بېړني بنیادونو د امریکې د خوراک او دوایانو د څارنې حکومتي‌ ادارې اېف-ډي-ای ته د کرونا واېرس پرضد تیار کړي وېکسینو د استعمال لپاره درخواست کوي.

فاېزر او بایو اېن ټېک دوه ورځې وړاندې اعلان کړی وو، د کرونا واېرس مخنیوي لپاره د دوي‌ تیار کړي وېکسین 95 فېصده موثره کار کوي او دا چې دغه وېکسین خوندي او د کرونا واېرس په سخته ناروغۍ کې موثره دی.

د فاېزر کمپنۍ مشر یا سي-اي-او ډاکټر البرټ بورلا ویلي په امریکا کې د وېکسین د استعمال اجازت لپاره درخواست نړۍ ته د کرونا وایرس خلاف وېکسین ورکولو په لار کې یو ډېر لوي پرمختګ دی. نوموړي ویلي د دوي سره اوس د خپل وېکسین د اغېز او حفاظت یو پوره تصویر موجود دی چې دوي‌ ته د دې د صلاحیت په سر پوره اعتماد ورکوي.

فاېرز په امریکا کې اولنۍ کمپني ده چې اېف ډي ای ته یې د کرونا واېرس پرضد د خپل وېکسین استعمالولو اجازت اخستو خواست کړی. په دغه وېکسین کې د آر-اېن-ای په نوم داسې جینیاتي‌ مواد موجود دي چې په حقله یې ساېنس پوهان طمع لري د کرونا واېرس خلاف د بدن دننه مدافعتي‌ نظام راپاروي.

که چرې د امریکا د دوایانو د څارنې ادارې فاېزر ته د وېکسین د استعمال اجازت ورکړو نو دا به په مرحلو کې ویشلی کیږي چې پکې به تر ټولو اول د صحت د څانګې کارکوونکو، د زیات عمر خلکو او د ناروغو سره مخ خلکو ته ورکولی شی. د هغې وروستو به دغه وېکسین د ژوند ضروري کارونه کوونکو، استاذانو، بې کوره خلکو او قېدیانو ته ورکولی شي او د هغې وروستو به ماشومانو او ځوانانو ته ورکولی شي څوک چې د کرونا واېرس د کمې خطرې سره مخ وي.

د ایف-ډي-ای د منظورۍ عمل د څو هفتو پورې وخت اخلی. ددغه ادارې د مشورې کمېټي به د دسمبر په اولنو ورځو کې د وېکسین کتنه کوي. ‌ځېنې امریکایان به په خواوشاه یو میاشت کې دننه د کرونا واېرس خلاف وېکسین اولنی خوراک ترلاسه کړي.

د فاېزر مشر بورلا د نومبر په 9مه نېټه ویلي‌ وو چې کمپني به یې روان کال د 50 ملین پورې او په کال 2021 کې د ۱.۳ بلین پورې وېکسین تیار کړي. فاېزر د جولاي په میاشت کې اعلان کړی وو چې امریکا ددوي د کمپنۍ نه د 1.92 بلین ډالرو پورې د 100 ملینه وېکسین خوراکونو اخستو لپاره راضي شوې.

په امریکا او ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس نه متاثره خلکو په شمېره کې ډېر په تېزۍ سره اوس هم زیاتوالی روان دی. د امریکې جان هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په امریکا کې تراوسه پورې د کرونا واېرس نه د 11.71 ملین نه زیات خلک ناروغه شوي او دوه لاکه دوه پنځوس زره نه زیات خلک مړه شوي دي.