شهباز شریف:عمران خان پښتونخوا کې مذهبي تندروۍ ته وده ورکوي

د زيارت په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډى ته وينا کې وزير اعظم شهباز شريف په پخواني وزير اعظم عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره اړي ګړي ته د ودې ورکولو تورونه تکرار کړل او زياته یې کړه تپره ورځ عمران خان او د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د صوبې سرکاري وسيلو سره په مرکز حمله کړې وه

دپاکستان وزير اعظم شهباز شريف په پخواني وزير اعظم عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره دخیبر پښتونخوا ولس کي دمذهبي جذباتو راپارولو او د صوبې د سرکاري وسيلو کارولو تورونه لګولى دي.

بل اړخ ته قامي اسمبلۍ د حکومت لخوا د احتساب او انتخاباتو په قوانینو کې دبدلون کولو منظوري ورکړې ده چې تر مخه یې د نورو مقدمو په څير دنيب مقدمه کې هم تورن تن ته د ضمانت ورکولو او دنیول شوي تورن تن په یو شواروز کې دننه عدالت ته د وړاندې کولو پرېکړې شوې دي.

تحريک انصاف ګوند د انتخابي قانون د بدلون دمسودې د لارې بهر دمیشتو پاکستانيانو د ووټ دحق نه د محرومولو په پريکـړه ټکونه کوي او ددې په ضد یې عدالت ته د تګ پريکړه کړې ده.

د زيارت په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډى ته وينا کې وزير اعظم شهباز شريف په پخواني وزير اعظم عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره اړي ګړي ته د ودې ورکولو تورونه تکرار کړل او زياته یې کړه تپره ورځ عمران خان او د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د صوبې سرکاري وسيلو سره په مرکز حمله کړې وه.

شهباز شريف وويل د خيبر پښتونخوا ولس د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ ورکړي خو د فکرمندۍ خبره ده چې عمران خان دغلته مذهبي تندورۍ ته وده ورکوي او شهباز شريف پوښتنه وکړه چې عمران خان د احتجاجي لاريون لپاره د صوبې په ولس د چا په ضد د جهاد غږ کړى دى؟

دچهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته داحتجاجي لاریون په مهال پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې هغه سیاسي مارچ نه بلکې "جهاد" کوي اؤ په خلکو یې غړ وکړو چې لاریون کې دې شریک شي.

د عمران خان لخوا حکومت ته راتلونکو شپږو ورځو کې د انتخاباتو داعلان په اړه ورکړل شوي مهلت ته خپل غبرګون کې وزير اعظم شهباز شريف وويل حکومت به د چا فشار کې نه راځي او دا چې په دې اړه تګلاره به د اتحادي ګوندونو په مشاورت جوړوي.

له دې وړاندې قامي اسمبلۍ د انتخاباتو قانون کال ٢٠١٧ کې د بدلون منظوري ورکړه چې ترمخه یې د تحريک انصاف حکومت کي بهرمیشتو پاکستانيانو ته د ووټ دحق ورکولو او انتخاباتو کې د ورکړل کیدونکو رایو په مشین دشمیرلو پرېکړې ختمې شوې دي.

د قانون مرکزي وزير اعظم تارړ اسمبلۍ ته ویلي دوي هم د اليکټرانکي مشينانو په حق کي دي خو دا ګڼي چې لا دا وخت د ازادانه او بې پلوه انتخاباتو لپاره دغه مشينانو کارؤل ممکن نه دي.

وړاندې نه انتخابي کميشن هم د اليکټرانکي مشينانو د کارولو مخالفت کړى دى.

حکومتي پريکړې ته غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند یو مشر بابر اعوان دا د سپريم کورټ د فيصلو سپکاوى ګرځولى او ددى په ضد یې عدالت ته دتلو اعلان کړى دى.

قامي اسمبلۍ د حکومت لخوا داحتساب قانون کې د بدلون د مسودې منظوري هم ورکړې ده.

د قانون وزير سینیټر اعظم نذير تارړ وويل د نيب قانون اکثره د سياسي مخالفينو په ضد دانتقام په ډول کارول شوى دى چې له امله يې مقدمو کې نومول شوي تنان په خودکشۍ مجبوره شوى وؤ ځکه ناست حکومت ددې مخنيوي لپاره دنيب قانون کال ١٩٩٩ کې د بدلون پريکړه کړې ده۔

مرکزي وزير وويل د بدلون د لارې د نورو مقدمو په څير دنيب مقدمه کې دګرفتاره ملزم هم په څلیريشتو ساعتونو کې عدالت ته د حاضرولو او ملزم ته د ضمانت دحق ورکولو پريکړې شوې دي.

دقانون وزير وويل مخکې به يو ملزم په مياشتو قيد ؤ خو نه به قانوني کاررواېي پيل کيدله او نه به ورته ضمانت ورکړی کیدو.

د نوي بدلون د لارې په نيب د سرکارې ملازمينو په ضد د کوټلي ثبوت نه بغير په کارروايۍ بنديز لګول شوى او دا بندیز پرې هم اېښودل شوی چې دمقدمې پیل کیدو نه وړاندې به د تورن تن په هکله تفصیلات میډیا ته نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې سپريم کورټ تفتيشي ادارو کې د حکومتي لاسوهنې نوټس اخستى دى او د تحريک انصاف مرستيال چيرمين شاه محمود قريشي تور لګولى چې واکمن مسلم ليګ نواز ګوند او اتحادي جماعتونه داحتساب قانون کې دبدلون دلارې د خپل قيادت په ضد درج مقدمې ختمول غواړي.