د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نېشنل پارټۍ د بلوچستان مشر اصغرخان او د یو شمېر نورو کسانو خلاف پولیس په کوټه کې په مبینه توګه د شر خپرولو، د ریاستي ادارو په ضد د شعارونو او یو شمېر نورو الزاماتو په لړ کې مقدمې درج کړي دي.
د پولیس سرچینو ترمخه په مقدمه کې ليکل شوي چې د پښتون ژغورني غورځنګ د بلوچستان ايالتي مشر نور باچا په منظور پشتېن د حکومتي د پابندۍ باوجود کوټې ته راغوښتی و او په جلسه کې يې ورته د وينا موقع ورکړو. په مقدمه کې زيات شوي چې د نومبر پر 28مه منظور پښتېن په احتجاجي جلسه کې په مبینه توګه د اشتعال نه ډکې او شر خپرونکي خبرې کړي۔
د منظور پښتون او د نورو کسانو پرضد درج شوې په دویمه مقدمه کې ليکل شوي چې منظور پښتون، ملک مجيد کاکړ، خوشحال خان کاکړ، ملا بهرام، زبېرشاه، رشيد ناصر، نورالله ترين، عمرخان، او د ای اېن پي مشر اصغرخان اچکزي د جلسې پر سټېج د ملک او د ملک د ادارو ضد نعرې او غصه پارونکي او له نفرته ډک تقريرونه وکړل.
په مقدمه کې ليکل شوي چې دوی د جلسې اجازت نامه نه درلوده، د کرونا ناروغۍ د مخ نيوي د طبي اصولو څخه یې سر غړونه کړې، د خلکو او د ټريفک لاره يې بنده کړې، لاوډ سپېکر په اذاده توګه استعمال شوی، په مقدمه کې دا هم ليکل شوي چې پر دې موقع د ځينو کسانو په لاسونو کې د افغانستان بېرغ هم و.
په مقدمه کې ليکل شوي چې يادو کسانو په خپلو تقريرونو کې دا نعرې هم کړي دي: "یې جو دهشت ګردي هې اسکې پيچې وردي هې، يه جو نا معلوم هې هم سب کو معلوم هې"۔
د سول لاين تاڼې مشر محمد ناصر له ډيوه سره په خبرو کې وويل چې پر منظور پښتون و بلوچستان ته پر راتګ پابندي وه او هغۀ بغېر د اجازت صوبې ته داخل شوی او نورو بيا د ملک خلاف تقريرونه وکړل ځکه يې مقدمه ورباندې درج کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بلوچستان مشر نور باچا د مقدمې غندنه وکړه او ویې ويل د پاکستان قانون او ايئن و د ملک و هر وګړي ته په ازاده توګه د تګ راتګ او د خبرو حق ورکوي.
د نور باچا په خبره دوی د کوټې ضلعي حکومت ته د جلسې د اجازت نامې درخواست ورکړی و او د ضلعې کميشنر ورته د ټيلي فون له لارې د جلسې اجازت ورکړی و ځکه دوی خپله جلسه وکړه۔
د بلوچستان د اوسني ايالتي حکومت ملګري ګوند عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اچکزي و ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل چې دوی په داسې مقدمو باندې وياړ کوي، د اڅکزي په خبرہ دا خو ډېره وړه خبره دہ، کورنۍ او ګوند يې د قام لپاره خپل سرونه شيندلي، هغه وويل”که د خپل قام لپاره د انصاف غوښتل جرم وي نو دوی به دغه جرم تل کوي"۔
د پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر 28 مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې احتجاجي جلسه وکړه.
دغه جلسه د غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير او د غورځنګ د نورو فعالانو د نيولو او په بند کې د اچولو پر ضد وه۔
د بلوچستان حکومت د سږ کال د نومبر پر نهمه د منظور پښتون په شمول د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر تابه بلوچستان ته پر داخیلدو د 90 ورځو بنديز لګولی و۔
د بلوچستان د کورنيو او قبايلي چارو محکمې هغه وخت یوہ اعلاميه خپرہ کړې وه چې پکې ليکل شوي وو چې د پشتون ژغورنې غورځنګ پر مشرتابه منظور پشتين، محسن داوړ، علي وزیر، سېد عالم مسيد، عبدالله ننګيال او ثنا اعجاز باندې په صوبه کې د امن د ساتنې د 1960 د ارډيننس يا قانون دلاندې د داخیلدو بندیز لګول شوی
په اعلاميه کې زياته شوي چې ياد کسان له 11 نومبر 2021 څخه تر اتمې جنورۍ 2022 پورې د بلوچستان يوې ضلعې ته هم نه شي داخیلدای۔
خو د غورځنګ مشر منظور پښتون بيام هم جلسې ته ځان حاضر کړ او د وينا پر مهال يې وويل چې دلته چې څوک د امن خبره کوي هغه په جېلونو کې اچول کېږي،
د پښتين په خبره د غورځنګ مخکښان او غړي په زندان کې اچول شوي خو بل لوري ته حکومت له سخت دریځو ډلو سره روغې کوي، منظورپښتين وويل يو ډول بنديز يې هم مخه نشي نيولای۔
پي ټي اېم وايي حکومت د غورځنګ په مشرانو او فعالانو له تيرو درو کالو راهيسې لسګونه مقدمې درج کړي او په عدالتونو کې يې اوريدنې روانې دي۔
د غورځنګ د مشرانو په خبره له تېر يو نيم دوه کاله راهيسې يې د غورځنګ ملګري علي وزير، حنيف پښتون اويس ابدال او ادريس خټک په جېلونو کې بند دي۔
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خپلو بندي ملګرو د خلاصون په اړه د دسمبر پر 12 مه په ټانک او د دسمبر پر 19 مه نېټه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې او له هغه وروسته يې د دسمبر پر 26 مه د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلو اعلان کړی. ، د پښتين په خبره که بيا هم علي وزیر او نور ملګري يې خلاص نشي بيا به له کراچۍ څخه د کوټې پر لاره و خیبر پښتونخوا او اخېر و اسلام اباد ته احتجاجي لاريون کوي او هلته به د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې پرلت کوی.