پولیس عسکرو د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په بم چاودنه کې د خپلو همکارانو په وژنه احتجاج کړی او د مشرانو او حکومتي چارواکو یې نه غوښتنه کړې چې په پولیس د خونړۍ حملو د مخنيوي لارې دې ولټوي.
د باجوړ په بم چاودنه کې اووه پولیس وژل شوي دي. کالعدم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، او داعش د حملې ذمه واري منلې ده.
په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستۍ موده کې ټي ټي پي په پولیس د ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده.
"مونږه نور ستړي شوو،" دا د باجوړ د پولیس عسکر حبیب الله ,غږ دی چې په حمله کې د وژل شوو همکارانو په تابونو کې د بندو جسدونو سره ولاړ ژاړي او د سيمې د مشرانو او د حکومت چارواکو ته زاري کوي چې "دې خپلو بچو تپوس وکئ."
په اېکس، پخواني ټوېټر، یو وډیو کې حبیب الله لیدل کېږې چې جولۍ نېسي او منت کوي چې د پولیس حال ته دې پام وکړی شي.
"ځما د بچي دا حال دی چې ځما د تپوس ځای نشته ما څوک په هېڅ کې نه شماري او روزانه دا قربانیانې دي زه به ورکوم ستړي شوو د خدای دپاره زمونږ تپوس وکئ د خدای دپاره زمونږ به د څو پورې دا جنازې چوتوو،" حبیب الله وویل.
د باجوړ نه خبريال زاهد خان وايي پوليسو د جنازې په وخت د سلامۍ نه انکار کړی و او د پوليسو د وژنو مخه نيولو غوښتنه يې کوله۔
زاهد خان وویل پولیس "هم دغه ګيله او خفګان يې کوو چې زمونږ دا خلک ولې مري ؟ په څه باندې مري؟ او بيا که مړه شي نو دوي ته هغه خپل حق ولې نه ميلاويږي؟ د غه جنازه کې مونږ ولاړ وو او دغه خبرې مونږ خپل واوريدې."
د باجوړ چاودنې ترڅنګ د سږ کال په اولنو لسو ورځو کې په بنو، ډي ایي خان او کوهاټ کې څوارلس پوليس وژل شوي دي.
د خېبر پښتونخوا د پوليس په وېنا تېر کال يو سل پينځه اتيا پوليس وژل شوي وو، تر ټولو زياته مرګ ژوبله د پېښور پوليس لاین یا مرکزکې په چاودنه شوې وه چې پکې د اتياو نه زيات تنان وژل شوي وو.
د پېښور د پولیس لاین د پېښې نه پس هم په پېښور کې پوليس احتجاج کړي و.
د خېبر پښتونخوا د پوليس پخوانی مشر رحمت خان محسود وايي د پوليس د احجتاج رجحان زيات شوی دی چې د ادارې د پاره د نقصان سبب جوړېدلی شي.
رحمت خان محسود وویل که د پولیس مورال یا حوصله وغورځېده نو بیا به يې عسکر دندې پرېښودل شروع کړي.
هغه غوښتنه وکړه چې پولیس ته ښه مراعات، ښه تربیت، ښه وسله، بکتر بند موټرې او نورې اسانتیاوې ورکول پکار دي.
د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر اختر حيات خان تېر کال د مارچ په مياشت کې ويلي وو پوليسو ته يې د ترهګرو سره د مقابلې د پاره عصري وسله ورکړي چې په کې د شپې په تیار کې د لیدو دپاره خصوصي دوربېنې، ښيښناکې ټوپکې او نوره جديدا وسله شامله ده.
د باجوړ په حمله کې د وژل شوو پولس عسکرو تابونونه د پاکستان په بېرغ کې نغښتل شوي او د سلامۍ دستورې دپاره اېښودل شوي وو. د همکارانو په مرګ ماتم کوونکی حبیب الله وايي په دې سلامۍ باندې زه څه وکم
"تباه و برباد شو، د غره غم د خلکو سره شته او زمه د شهيد نشته،" حبیب الله په ژړا وویل.