نګران وزیراعظم دپاره پي ټي اي د سپریم کورټ د پخواني مشر جج نوم تجویز کړو

د قومي اسمبلۍ د ماتول کېدو په اړه سپریم کورټ په خپل سر مقدمه شروع کړې ده او د ګل، دوشنبې، په ورځ د سپریم کورټ د مشر جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د مقدمې لومړی اورېدل وشوو

د وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د نګران وزیراعظم دپاره د سپریم کورټ د پخواني مشر جج ګلزار احمد خان تجویز کړو او د قومي اسمبلۍ د تحلیل کېدو په اړه په سپریم کورټ کې د مقدمې اورېدل د نهې، سه شنبې، د ورځ پورې وځنډېدل.

د قومي اسمبلۍ د ماتول کېدو په اړه سپریم کورټ په خپل سر مقدمه شروع کړې ده او د ګل، دوشنبې، په ورځ د سپریم کورټ د مشر جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د مقدمې لومړی اورېدل وشوو.

مشر قاضي عمر عطا بنديال وويل فل کورټ جوړولو سره د اعلى عدالت ټول ججان يوه قضييه اوريدو ته محدوده شي چې له امله ېې نور عدالتي کارووايې متاثره کيږي.

د هغه وينا وه وړاندى يو فل کوټ د ستوري قضيي ٦٦ اوريدني کړى وى چې له امله ېې سپريم کوټ ته ١٢٠٠٠ اضافې کيسونه جمع شوى وو.

د جميعت علماى اسلام (ف) ډلى د سېنيټ غړى او دسپريم کورټ بار پخواني صدر کامران مرتضى وايي دا د اسپيکر رولنګ نه خو د دى په نتيجه کي رامنځته شوى لوى سياسي بحران معامله ده ځکه دوي غوښتل چې فل کوټ دى واوري خو د کامران مرتضى په خبره چيف جسټس په دى خبره خلاصه کړه که دوي په ناست بينچ باور نه لري نو دوي د کيس نه بيل شي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړه بينچ جوړول د سپريم کوټ د مشر قاضي اختيار دى او مخالفه ګوندونو د فل کوټ جوړولو د غوښتنى په شا څه منفي فکر نه و.

تيره ورځ د قامي اسمبلى غونډى ته خپله وينا کې د قانون پخوانې وزير فواد چودهري تکرار کړى وه د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورى تحريک يو نړيوال سازش دى او دا چي د نړيوال طاقتونو په مالاتړ دغه سازش کې د پاکستان مخالفه ګوندونه هم شامل دي.

د فواد چودهري دغه تقرير په سر د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري د سپيکر اسد قيصر رولنګ يا حکم د لارى د وزير اعظم عمران خان په ضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک د رایو ورکول کېدو نه مخکې رد کړو. د عدم اعتماد په تحریک د ووټ دپاره د اسمبلۍ خصوصي غوڼده شروع شوي وه د حزب اختلاف په قول په ووټونو کې د عمران خان ماتی یقیني و.

په اسمبلۍ کۍ د عدم اعتماد تحریک د ردېدو نه پس وزير اعظم عمران خان په سپارښتنه د هيواد صدر عارف علوي مرکزي حکومت او اسمبلي ماته کړه.

مخالفه ګوندونه او د وکيلانو تنظيمونه د صدر عارف علوي او وزير اعظم عمران خان دغه پريکړې د ملکې دستور سرغړونه ګرځوي او په دې اړه د سپريم کوټ څخه د کردار لوبولو غوښتنه کوي.

د سپريم کوټ مشر قاضي عمر عطا بنديال وېلي دوي به د ډپټي سپيکر د رولنګ يا حکم د قانوني حيثيت جاج اخلي او نن د اورېدنې په وخت بېنچ کي ناست جسټس منيب اختر وويل په ظاهره ډپټي اسپىکير د رولنګ اختيارات نه شي کارولى.

پينځه کسيزه بېنچ د پيپلز ګوند وکيل فاروق ايچ ناٸيک لخوا نن د قضيي په اړه پريکړى خواست هم رد کړې چې ګني د بل فريق د اوريدو نه بغير دوي څنګه نتيجى ته رسيدلى شي او سبا له یې د کيس بيا اوريدلو پريکړه کړى ده.

د قانون پخواني وزير فواد چودهرى دعوه کړى د سپيکر رولنګ کوم عدالت کې چېنلنج کيدلى نه شي.