د پي ټي اېم فعالې گلالۍ اسماعیل په مور او پلار د ترهگرو د ملاتړ مقدمې اورېدنه وشوه

گلالۍ اسماعیل

پیښور کې د ترهګرۍ په ضد عدالت کې د بشري حقونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالې ګلالۍ اسماعیل د پلار پروفیسر اسماعیل او مور د مقمدې اوریدنه وشوه. پولیس د دواړو خلاف دغه مقدمه دوه هفتې وړاندې لیکلې وه.

په مقدمه کې پولیسو دریځ خپل کړی دی چې نه یواځې ګلالۍ ته بلکې د دې مور او پلار ته به هم د هند او نورو خارجي هیوادونو نه پنګې راتلې او دوي به د ترهګرۍ د ودې لپاره کارولې.

د پروفیسر اسماعیل وکیل فضل الاهي ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته وویل دوی عدالت ته خواست وکړو چې په دې معامله کې د پیښور هایي کورټ ته درخواست ور کول غواړي چې مقدمه کې په اسماعیل او د هغه په میرمن لګول شوي قانوني دفعې تر کومه حده صحیح یا غلطې دي او آیا په دوي دغه دفعې لګیدلی شي او که نه؟

فضل الاهي ایډوکیټ وویل عدالت دوی ته د دې اجازه ورکړه او بله اوریدنه به هم دغه عدالت کې د جمعې په ورځ په ۲۶ مه جولایي وي.

وکیل وویل کله چې په هايي کورټ کې درخواست جمع شي نو بیا زېلي عدالت د مقدمې اوریدنه نشي کولی او پیښور هایي کورټ کې د جمع شوي درخواست باندې د فیصلې انتظار به کوي.

ددغه قضیې لپاره د جوړې شوې ډلې یو بل وکیل کریم محسود ایډوکیټ د ایف آیي آر په تکنیکي اړخ وایي مقدمه لس کاله وړاندې د یوې پلټنې رڼا کې جوړه شوې ده خو په قانوني توګه ایف آيی آر د پیښې څلورویښت ساعتو کې دننه لیکل پکار وي. بله دا چې ایف آیي آر کې لیکل شوي دي چې نوموړو به ترهګرو تنظیمونو سره مالي مرستې کولې او دې کې یې د پي ټي ایم نوم هم یاد کړی دی. خو کریم محسود وایي د سږ کال د مۍ د میاشت د حکومت لخوا جاري کړی شوي د ناقانونه تنظیمونو فهرست کې نه خو د ګلالۍ نادولتي تنظیم او نه هم پي ټي ایم شامل دی.

ښاغلی محسود وایي په دې اساس به حکومت ته د خپل ایف آیي آر دفاع کول د ترهګرۍ په ضد عدالت او هایي کورټ کې ګرانه شي.

زیاته یې کړه دا ذمه واري اوس د پروفیسر اسماعیل او د هغه د میرمن نه ده چې خپل سپیناوی وکړي بلکې حکومت به عدالت ته ثابتوي چې دوي دواړه ترهګرۍ کې ککړ پاتې شوي دي

وایي دا قضیه به وخت ځکه واخلي چې دا مهال د اوړي د رخصتو له امله د هایي کورټ صرف یو بنچ کار کوي او که تر جمعې پورې اوریدنه ونه شوه نو مونږ به په ۲۶مه جولایي د ترهګرۍ په ضد عدالت ته هایي کورټ کې د جمع شوي درخواست نقل وښایو.