په ډېره اسماعیل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ په نننۍ جلسه کې څه وویل شول؟

په ډېره اسماعیل خان کې، چېرته چې منظور پښتین تر اوسه بندیوان پاته دی، نن د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم فعالانو یوه غټه جلسه وکړه او جلسه په پرامنه توگه پای ته ورسېده.

د پښتون ژغورنې دا غونډه د منظور پښتین د گرفتارۍ پر ضد وه او احتجاج کوونکو د پښتین د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. منظور پښتین دوه اونۍ وړاندې په پېښور کې پولیسو نیولی و او تر نیول کېدو وروسته، په شپږو مقدمو کې یې ضمانت منظور شوی او وکیلانو یې تېره ورځ ویلي و چې هغه به ژر له زندانه خوشې شي، ځکه تر اوسه په نورو مقدمو کې یې گرفتاري نده ښکاره کړی شوې.

د پي ټي اېم مخکښ، عبدالله ننگیال، په دې اړه وي او اې ډېوه سره خبرو کې وویل چې دهشتگردو ته په پښتنو سیمو کې د امن تشهیر حواله کړی شوی، او پر امنه حق غوښتونکي پښتانه بیا په جېلونو کې اچول شوي. ننگیال زیاته کړه: "د هغوی [ریاست] بیخي ښکاره چې کوم پېکچر دی، هغه د منظور پښتین او عالمزېب گرفتاري، او د احسان الله احسان او مسعود اظهر له ملک نه فرار کول یا ترکیه ته رسول یا بل ملک ته رسول، دا بیخي واضح پیغام دی چې ریاست د دهشتگردۍ تعریف بدل کړی دی."

غونډې ته د پي ټي اېم مشرانو علي وزیر، محسن داوړ، عبدالله ننگیال، او ثنا اعجاز ترڅنگ، د عوامي نېشنل گوند پخوانی مشر افراسیاب خټک او بشری گوهر هم ویناگانې وکړې. دوی وویل چې پي ټي اېم د جنگ پر خلاف پر امنه او عدم تشدد د لارې مبارزه کوي، خو څوک چې جنگونه کوي، هغه په رڼا ورځ تېښتي لکه احسان الله احسان او اندېښنې دي چې مسعود اظهر هم تښتېدلی.

ویناوالو همدا ډول زیاته کړه چې که دا حال وي، "بیا به حافظ سعید هم وتښتي،" خو څوک چې د جنگ پر خلاف د امن دپاره مبارزه کوي، هغه بندیوان کیږي.

د پي ټي اېم د بندیوانو مشرانو عکسونه هم پر ستېج لگېدلي و

سیاسي کارپوه، افراسیاب خټک نن په ډي آی خان کې د پي ټي اېم جلسې ته وویل چې د پښتنو قبایلي سیمې نور د پخوا په شان "کوم حایل ندی، وچ لرگی ندی، اوس ژوند ورکې راغلی دی، پي ټي اېم ورته راغلی، لکه پسرلی. څوک یې نشي ایسارولی، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتانه اوس سره وصل دي او یو د بل په درد خبریږي."

دې جلسې ته د تېرو جلسو په څېر، په زیات شمېر خلک راغلي و او ځینو کسانو بیا د خپلو کورنیو د بې درکه شویو وگړو عکسونه هم له ځانه سره جلسې ته راوړي و.

په دې جلسه کې ویناوالو خپلې تېرې غوښتنې وړاندې کړې او د پوځي عملیاتو له امله بې کوره شوي خلک چې په افغانستان کې او د ملک دننه په کډوالۍ ژوند تېروي، د هغوی خپلو سیمو ته د ستنېدو او د عملیاتو پر مهال، عامو خلکو ته د اووښتي زیان پوره کولو غوښتنې تکرار کړې.

دې جلسه کې د نارینه و ترڅنگ، زنانه هم راغلې وې چې په کې یو شمېر دې غونډې ته ویناگانې هم وکړې. سیاستمداره بشری گوهر وایي: "زه خو ډېره خوشحاله یم چې پښتانه راویښ شوي دي او دا ځوانان راغلي دي. دوی کوشش وکړ چې جعلي اېف آی آر ورپسې وکړي، جېلونو ته یې ولېږي، دړکې ورته ورکړي، خو ځوانان شا ته شوي ندي. نن پښتانه چې چېرته هم دي، گوټ گوټ کې، یو دي او هغوی د حق خبره کوي، د خپل د حق، د آئین، د امن خبره کوي."

د جلسې ځانگړتیا دا وه چې د نیول شويو کسانو عکسونه پر سټیج لگېدلي و او د جلسې په دوران کې، موبایل او انټرنیټ هم فعال و، او د جلسې پر میدان او مرکزي دروازه کې د پولیس څارنې ترڅنگ، د ټرافیکي نظام د روان ساتلو دپاره د ټرافیکي پولیسو مرسته هم تر لاسه وه.