د بنوں پولیسو د پشتون ژغورنې غورځنګ (پی ټي ایم) یو مخکښ مشر صمد خان "لالا" وړمه ورځ د یوې جرګې له ختمېدو وروسته نیولی او د ترهګرۍ ضد محکمې یا سی ټي ډي ته یې سپارلی دی.
ځايي سرچینو ویلي، صمد خان په پېښور کې درج په یوه مقدمه کې نیول شوی او پېښور ته انتقال کړل شوی دی خو پولیسو تر اوسه د هغه د نیولو تصدیق نه دی کړی.
د صمد خان د ګرفتارۍ اقدام ته سیاسي او ټولنیزو ډلو سخت غبرګون ښکاره کړی دی.
د ملي ډیموکراټیک موومنټ (این ډي ایم) یو مشر ګلبدین خان مسید په ټولنیزو رسنیو خپور کړي خپل یو بیان کې ویلي چې د تحریک انصاف حکومت د مظلومانو د غږ خاموشه کولو هڅې کوي.
هغه د صمد خان یو ممکنه عکس هم شریک کړی چې پکې د هغه سترګې تړل شوې لیدل کیږي او وایي، دا د انسانیت ضد عمل دی چې د تحریک انصاف په حکومت کې دامن غوښتونکو پرضد د زورورو قوتو په ملاتړ روان دی.
د بنو چیمبر آف کامرس او امن مارچ کمیټې د پولیسو دا اقدام د جرګې سپکاوی بللی دی. د چیمبر مرستیال مشر ناصر بنګش وویل، چې صمد خان د بنو د امن داعي و، او په جرګه کې د هغه نیول د ۱۸ لکه خلکو سپکاوی دی.
د امن جرګې منتظمینو هم دا نیونه غندلې ده او ویلي یې دي، چې د بنو خلک دې مجبور نه کړل شي. هغوی خبرداری ورکړی چې که دا عمل و نه درول شو، نو "د جیل ډکولو" تحریک به پیل شي.
د عوامي نیشنل ګوند یو مشر مولانا خانزیب په ټولنیزو رسنیو ویلي، صمد خان پخپله خاوره د امن غږ کوي نن هم چې نيول شوی نو په بنو کښی امن جرګې ته تلې و.
هغه ویلي یو اړخ ته پښتونخوا کې بدامني او جګړه په لویه کچه په خورېدو ده بلخوا د ملک نصير او حاجي صمد خان په څېر د امن غږونه او سیاسي کارکنان زندانونو ته اچول څه پېغام دی ؟
مولانا خانزیب ویلي که څه هم د پښتونخوا پوليس د صوبې د چيف ايګزيګټيو سلطنت ګنډاپور لاندې دي خو پښتونخوا بل څوک سمبالوي.
سیاسي او ټولنیزې ډلې دا ګرفتاري دسیسه بولي او د صمد خان لالا د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.
بنو سره تړاو لرونکي خبریال ګوهر وزیر ویلي صمد خان لالا د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې اصل پیروکار دی.
ګوهر وزیر په فیس بک لیکلي ،صمد خان لالا په پرامنه طریقه د پښتونخوا او په ځانګړي ډول د بنو د ولس د امن د پارہ کار کولو او د ناامنۍ پرضد یې ولس بیدارولو بیدارولو کی لوئ کردار پاتې شوی دی.
هغه ویلي د صمد لالا ګرفتاري دا څرګندوي چې ریاست د امن په راوستلو کې سنجیده نه دی او خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.
تر صمد خان وړاندې تېره اونۍ د خېبر قبایلي ضلعې نه د پي ټي ایم یو بل مهم مشر ملک نصیر کوکي خیل هم پولیسو سره له جرګې وروسته نیول شوی ؤ اؤ زندان ته لېږل شوی دی.
پي ټي ایم په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا کالعدم تنظیم ګرځول شوی خو ددې تنظیم مشران وایي د پښتنو د حقونو لپاره پرامنه مبارزه کوي اؤ کالعدم کېدو په ضد یې د عدالت دروازه ټکولې ده.