د امریکا په نیویارک ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنگ (پي ټي اېم) د نیول شوي مشر منظور پښتین د خوشي کولو لپاره تېره اونۍ یوه مظاهره کې د غورځنگ پلویانو د منظور پښتین د "رها کرو" او د پاکستان د قونصلگرۍ مخې ته مخالفینو یې "پهانسي کرو" نعرې وهلې.
د منظور پښتین لپاره د پهانسۍ یا تېزندۍ غوښتونکو مظاهره چیانو سره
په لاسونو کې په بېنرو ليکل شوي وو چې "وياړلي پښتانه د خپلې خاورې ساتونکي دي او مونږ د دوی حوصلې ته سلام کوو."
هم دا راز په ځينو بېنرو ليکل شوي وو چې "مونږ د پښتنو وروڼو او خوېندو په قربانيو وياړ کوو."
په يو بل بېنر دا ليکل شوي وو چې "مونږ د ترهه ګرو د ماتې ورکولو لپاره د پښتنو حوصلې ته سلام وړاندې کوو."
دا خلک څوک وو او له کومه ځايه راغلل؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وېنا چې دا خلک د دوی په ليدلو د پاکستان د قونصلګرۍ نه سره د بېنرو را ووتل او نعرې یې وهلې چې منظورپشتين ته دې پانسي ورکړی شي یا هغه دې تېزندي کړی شي.
د پي ټي اېم پرضد ولاړو مظاهره چیانو وويل چې د دوی تعلق "د فورت پېلر" سره دی خو دې پوښتنې ته يې هېڅ ځواب ونویلو چې که چېرې دوی خبريالان دي نو بيا د مظاهرې کولو او نعرو پر ځای د دغه احتجاج کورېج یا خبرونه ولې نه ورکوي؟ د سیاست په اصطلاح کې فورت پېلر پرېس یا مطبوعاتو ته وېل کېږي چې معنا یې دا وي چې د حکومت ترڅنگ مطبوعات هم د ریاست برخه وي.
د پي ټي اېم د فعالانو د احتحاج په ضد مظاهره کې یو تن د خپل ځان پېژندگلو د شیخ توقیر په نوم وکړه چې د پاکستان د قونصلګرۍ په درشل ولاړ و او وي او ای ډيوه ته یې وویل چی منظور پشتین او د هغه ملګرو ته په اسمبلۍ کی دوه سیټونه ورکړل شو، د دوی ډېر شرطونه او غوښتنې ومنل شوي او دا "ځکه چې د پښتنو وروڼو ګيلې ختمې شي، د دوي ټولې جايز مطالبې منل شوې دي چې ثبوتونه يې په ټولنيزو رسنيو موجود دي، بيا چې دوی د بې درکه خلکو کوم فهرست ورکړو، هغه خلک وو چې بمونه يې لګول او وژل شوي دي."
د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او علي وزیر د پي ټي اېم ملاتړي دي.
شیخ توقير دا دعوه هم وکړه چې پي ټي اېم د افغانستان سره په پوله د پاکستان د ازغن تار د لگوولو مخالفت کوي او پي ټي اېم غواړي چې دغه تار دې لرې کړی شي. هغه وویل د ازغن تار لگېدو له امله پاکستان ته د ترهگرو تگ کم شوی دی.
ايا دا غړي په رښتيا د پاکستان د قونصلګرۍ غړي وو؟
د پاکستان د قونصلگرۍ په درشل د احتجاج کونکو په اړه د قونصلګرۍ مرستيال نعیم اقبال چیمه وي او ای ډیوہ ته وویل چی د پاکستان په حق او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد دغه احتجاج کوونکي په نیویارک کې مېشت د پاکستان عام وګړي وو او دوی په خپله مرضۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد احتجاج کولو. هغه وویل د مظاهره کونکو د قونصلګرۍ سره هيڅ تعلق نه و.
نعیم اقبال وویل وویل چی د نیو یارک پولیس د قونصلګرۍ چارواکو ته د مظاهری په وخت د قونصلګرۍ نه بهر د وتلو اجازت نه ورکولو او د قونصلگرۍ چارواکو ودانۍ ته د تګ راتګ د پاره د ودانۍ عقبي يا شاته دروازه استعمالوله.