د ایمل ولي خان گواښ د خپل گوند غړي باغیان کړل؟

د عوامي نیشنل گوند زلمي مشر ایمل ولي خان په خپل یو تقریر کې د خپل گوند عوامي نیشنل پارټۍ غړو ته گواښ کړی دی چې که څوک هم بغېرد اجازت نه کومې جلسې یا غونډې ته لاړل نو په ضد به یې چټک گامونه واخستل شي. ښاغلي خان دغه گواښ د پښتون تحفظ مومېنټ په اتم اپریل په پېښور کې د جلسې نه وړاندې کړی دی.

خو د ښاغلي خان گواښ ته په ټولنیزو رسنیو سخت ځوابونه ویل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو تر ټولو ترسکون او تریخ غبرگون په خپله د گوند غړو ښودلی دی.

د گوند یو متحرک غړي، تکړه شاعر او هنر مند امجد شهزاد په خپل فېس بک پاڼه په تور احتجاجي رنگ کې په یو بېنر ليکلي دي

" څوک به وايي د رقص وسرورد محفلونو ته مه ځئ گني پارټۍ نه مو اوباسو او څوک به وايي جلسې له مه ځئ گني... دا څنگه ازادي ده؟

څو میاشتې پخوا په مردان ښار کې د گوند ناظم حمایت الله مایار په خپلو غړو د سندرو په محفلونو کې په گډون د پابندۍ لگولو اعلان کړې وو.

د گوند د ځلمي کول نیشنل یوت یو مهم مشر حسن خان بونیري ليکلي دي ملگرو تیارئ وکړئ خپله هم لاړ شئ او نور ملگري هم بوځئ، هغه په خپله پاڼه په اتم تاریخ د پښتون تحفظ مومینټ د جلسې د اشتهار سره خپل عکس هم ورکړی دی.

د عوامي نیشنل گوند په رسمي پاڼه خپور شوي تقرير کې ښاغلی خان وايي چې کله هم څوک د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوي دي دويي یې ملگرتیا کړی ده خو په هغې کې ورننوتي نه یو. هغه خپلو کارکنانو ته خبرداری ورکړو چې څوک دې هم د گوند د تينک ټینک یا د سر مشرانو د پرېکړو خلاف ورزي او نه کړي :

" کو د عوامي نیشنل پارټۍ هر یو غړی بل یو تحریک له .........ځي د پارټۍ نه به اجازت اخلي او که د پارټۍ نه اجازت اخلي نو زموار خلک به ځي، ددې نه بغېر که څوک هم بل ځای ته لاړل د هغه خلاف به تاديبي کاروايي کیږي. هغه که هر څو نه لوی وي او هغه که هر څو نه وړوکی وي"

ښاغلي خان په خپل تقرير کې خپل کارکنان یواځې د وینا گانو کولو څخه نه بلکې په ځمکه د ودریدلو نه هم خبردار کړي دی

" په هغې (جلسه) کې د شمولیت یا په هغې کې بره په سټېج یا لاندې که څوک وي... نو په ضد به تاديبي کاروايي کیږي" د سیاسي څېړونکو په خیال په جلسه کې د ناستې ولاړې ځایونه په گوته کول دا ښايي چې ځلمی مشر خپلو غړو ته په سپینو ټکو کې وايي هډو ورځئ به نه ..... جلسه کې به هډو سر نه ور ښکاره کوئ.

د تاديبي کاروای مطلب دا وي چې د یو غړي یا مشر غړیتوب معطل یا ختم کړی شي یا د گوند نه وښکل شي یا بیا هغه له په انتخاباتو کې د زغل اجازت ورنه کړی شي. ای این پي دعوا کوي چې دا یو جمهوري گوند دی او د گوند ټول غړي د گوند د پریکړو پابند دي. د ایمل ولي په وینا " د عوامي نیشنل پارټۍ یو مشر او یو ادنا کارکن هم دائین نه بالاتر نه دی"

څو ورځې وړاندې ای این پي د این وای او مشر محسن داوړ په پي ټي ایم کې د گډون په سر د گوند د مشرۍ څخه لر کړی دی. محسن داوړ په خپل ځواب کې وي او ای ډیوه ته وویلي وو، "زه گوند په غیر جمهوري طریقه لرې کړم، ماته یې خبر دارې هم نه وو راکړې"

په امریکه کې د پي ایچ ډي په مقاله کې بوخت پښتون قانون پوه او استاد محمد زبیر په خپل ټویټر ليکلي دي چې د ای این پي د سونو او زرگونو اتلانو لپاره چا چې په دغه تحریک پي ټي ایم کې سا وپوکله څه رنگه په لنډه نیټه کې د گوند د ولي عهد شهزاده (ایمل ولي خان) نه اجازت اخستل ممکن وي"

د گوند یو بل مهم مشر ،محقق او شاعر شيرين یار یوسفزي په خپله پاڼه ليکلي دي

"مونږ د هر قامي غورځنگ په ښکاره ملاتړ کوو"

په ټولنیزو رسنیو د ای این پي د غړیو خپل ځلمي مشر ایمل ولي خان ته د غبرگو ن څخه بریښي چې ښاغلی خان به په اتم تاریخ د پښتون تحفظ مومینټ د جلسې نه ورستو یا خو خپل گواښ واپس واخلي یا به په نهم اپریل د زرگونو په شمېره کې د غړیتوب په خبردارو لاس لیکونه شورو کړي.