رحمت الله محسود: "دا د پښتون د ژوند مسله ده"

په پېښور کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنگ په جلسه کې د زرگونو په شمیره کې د غورځنگ پلویانو گډون وکړو چې پکې په لویه شمیره ک مېرمنې، ځوانان او سپین ږېري وو.

په جلسه کې رحمت الله محسود او د هغه مېرمن ډاکټر سلطانه رحمت هم موجود وو.

په جلسه کې د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله سره خبرو کې رحمت الله وویل خپل کورنۍ سره په غونډه کې شرکت دپاره ځکه راغلی چې "دا د پښتون د ژوند" مسله ده.

د پېښور جلسې ته وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین ووییل د پښتنو د قانونی او انساني حقونو دپاره مبارزه به جاري ساتي. ښاغلي پشتین د امنیتي ځواکونو په ولکه د پاکستاني طالبانو د پخواني ترجمان احسان الله احسان د مقدمې غوښتنه هم وکړه.

د وي او ای ډیوه خبریال فاروق فراق خپل رپورټ کې لیکلي چې د پي ټي ایم په جلسه کې خواوشا ۵۰ زرو خلکو برخه لرله اؤ کله چې منظور پشتین تقریر کولو نو په شیبو شیبو باران وریدو ، خو د جلسې برخه والو د منظور پشتن وینا ته چکچکې کولې اؤ شعارونه یې ورکول چې “دا څنګه ازادي ده؟

د امریکې این پي ار ریډیو د پي ټي ایم او د تحریک مشر منظور پشتین په باره کې یو رپورټ کې لیکي چې د زرگونو په شمیره کې یې پښتانه د خپلو حقونو دپاره راپاڅولي دي.

هم دغه پښتنو کې رحمت الله محسود او د هغه مېرمن هم شامل دي. د خبریال حمیدالله د دوی خبرې دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

یوه پښتنه کورنۍ د پي ټي اېم په جلسه کې