د پنجاب حکومت د ټي اېل پي د مشر نوم د مشکوکو ترهګرو د فهرست نه لرې کړی

د خپل ګرفتار مشر سعد رضوي د خوشى کوولو او فرانس کې د پېغمبر اسلام خاکې د خپريدو په سر پاکستان نه د فرانس سفير وېستلو د پاره ټي اېل پي تېره میاشت د لاهور څخه د اسلام اباد په لورې احتجاجي لاریو شروع کړی و چې په مهال یې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نو زخمیان شوي وو

د پنجاب حکومت د اينټيليجينس يا استخباراتي ادارو په سپارښتنىه د تحريک لبېک مشر سعد رضوي نوم د هغه فهرست نه لرې کړی چې د قانون د "فورت شېډول" نومې مادې دلاندې پکې د مشکوکو ترهګرو نومونه شامل وي.

تېره هفته د حکومت او تحريک لبېک ترمنځ لوظنامى داعلانېدو وروسته د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې مرکزي کابېني په تنظيم لګيدلي حکومتي بنديزونو د لرې کوولو او تحريک لبيک ته بيا خپل فعاليتونه د پيل کوولو فېصله کړې ده.

د خپل ګرفتار مشر سعد رضوي د خوشى کوولو او فرانس کې د پېغمبر اسلام خاکې د خپريدو په سر پاکستان نه د فرانس سفير وېستلو د پاره ټي اېل پي تېره میاشت د لاهور څخه د اسلام اباد په لورې احتجاجي لاریو شروع کړی و چې په مهال یې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي او ګڼ شمېر نو زخمیان شوي وو.

د ټي اېل پي احتجاج ختمولو دپاره حکومت د ډلې سره خبرې شروع کړې او فریقېن معاهدې ته ورسېدل.

د لوظنامې وروسته داړي ګړي په تور د تنظپم د سلګونو په شميره کى ګرفتار غړي حکومت خوشي کړل.

فورت شيډول کى په فرقه ايز فسادات او ملک دښمن هلوځلو کې په مشکوک ډول د ککړ تنانو نومونه شامل وي او پابند وي چى د خپل تګ راتګ نه مقامي پولیس تاڼه خبر وساتي.

د وکيلانو تنظیم پاکستات بار کونسل غړى او قانون پوهه عابد ساقي وایي حکومت دا اختيار لري چې د چا نوم د فورت شېډول د نوملړ نه وباسي

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه ويل خو چى په کوم ډول حکومت د اړي ګړي په خپرولو او د پولیس چارواکو په وژنه کى ککړ د تحريک لبيک مشران او کارکنانو نومونه د مشکوک ترهګرو د فهرست نه وېستلي د دې له امله پاکستاني ټولنه د تشدد نه لا نوره هم اغيزمنه کېدلی شي

د پاکستان د قامي سلامتیا صلاحکار معید یوسف د يو شخصي ټي وي سره خبرو کى ويلي حکومت اوس هم دا ګڼي چې ټي ايل پې سره هند مالي مرسته کوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد په راولپنډۍ ښارک کې میډیا سره خبرو کې د ټي اېل پي سره د لوظنامې د تفصيلاتو نه لاعلمي څرګنده کړې.

تحريک لبيک پخلى کوي چې حکومت د لوظنامې لاندى دوی سره کړي لوظونه تر ډير حده پورې سر ته رسولي دي

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالف ګوندونه د ټي ايل پي سره لوظنامه د رياست ټيټيډل بولي او غوښتنه کوي چې ډلې سره معاهده دې پارلېمنټ ته وړاندې کړی شي.