پنجاب پوهنتون کې د پښتنو او د اسلامي جمعیت طلبه په جگړه کې یو شمیر کسان زخمیان شوي

په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو او د اسلامي جمعیت طلبه د زده کوونکو تر منځ نښته شوې چې ځینې پکې ټپیان شوي او تر درملنې لاندې دي. دا دویم کال دی چې په دې پوهنتون کې د زده کوونکو تر منځ جګړه کېږي.

تر نښتې وروسته زده کوونکو د احتجاج په وخت د پولیسو موټر محاصره کړی او پولیس یې په کاڼو ویشتلي، چې پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی دی.

د پښتونخوا د زده کوونکو سازمان یو مشر عالمګیر وزیر وایي وړمه شپه د اسلامي جمعیت طلبه زده کوونکو د لاهور پر وحدت سړک له (سیول لاین کالج) څخه یو څو پښتانه زده کوونکو وتښتول، کله چې پولیس تاڼې په دې اړه د دوي شکایت درج نه کړ، نو دوي په پنجاب پوهنتون کې احتجاج پیل کړ، چې پولیسو او د پوهنتون منتظمینو یې د احتجاج د ختمولو هڅه وکړه.

پاکستاني رسنۍ وایي، د اتوار په شپه د احتجاج په مهال یوې ډلې زده کوونکو د برېښنایي انجینېرۍ په څانګه (الیکټریکل انجینېرنګ) کې یوه کلتوري فېسټیول ته تیارۍ کولې، چې د بلې ډلې زده کوونکو ورباندې برید وکړ، شیان یې ور مات کړل او یوې کوټې ته یې اور ورکړ.

عالمګیر وزیر وایي د دوي د احتجاج په نتیجه کې تښتول شوي زده کوونکي را خوشي شول، خو د شپې ناوخته بیا سلګونه کسان- چې وایي د یاد مذهبي سازمان غړي وو- پوهنتون ته ور ننوتل او پر دوي یې تشدد پیل کړ:

"د دوشنبې په ورځ سهار چې پښتانه لوستونکي د سوشیالوجي څانګې ته خپل امتحان ته ورغلي، نو ځینو کسانو- چې مخونه یې پټ وو- د پولیسو په موجودګۍ کې بیا ورباندې برید کړی او تر منځ یې نښته شوې ده. په دې نښته کې ځینې زده کوونکي ټپیان شول، چې وایي دا مهال په جناح روغتون کې تر درملنې لاندې دي".

په نښته کې زده کوونکو پر یو بل د لرګیو او خښتو واري کړي او د ډبرو ویشتلو له امله د ځینو موټرو ښیښې هم ماتې شوې دي.

د پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر محمد ذاکر ذکریا وایي دا جګړه د پوهنتون په ضد یوه دسیسه ده او په نښته کې د لاس لرونکو کسانو په ضد به ګامونه واخلي:

"د زده کوونکو په نښته کې د دواړو ډلو په پلوۍ له دباندې هم خلکو برخه اخیستې ده، د څارونکې کېمرې په وسیله که څوک په پېښه کې ککړ وپېژندل شي، نو نه یواځې به له پوهنتونه وایستل شي، قانوني سزا به هم ورکړل شي"

د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف پر دې پېښه اندېښنه څرګنده کړې او د پولیسو مشر ته یې امر کړی، چې په دې اړه رپوټ ورته وړاندې کړي.

په پنجاب پوهنتون کې د پښتونخوا او بلوچستان زده کوونکي اکثر شکایت کوي، چې په دې پوهنتون کې د زده کوونکو یو مذهبي سازمان تل ورته ستونځې جوړوي او دوی ته اجازه نه ورکوي، چې په ازادۍ سره د زدکړو تر څنګ سیاسي فعالیت وکړي. عالمګیر وزیر وایي د اسلامي جمعت طلبه غړي په بېلابېلو نومونو هڅه کوي چې دوي له پوهنتونه وباسي:

"کله راته وایي چې تاسې قومپرستان یاست، کله راته وایي چې د هند جاسوسان یاست، کله راباندې د افغانستان د جاسوسۍ تور لګوي، خو موږ ورته وایي چې تاسې چې هر تور راباندې لګوئ خو موږ پاکستانیان یو، په اصل کې دوی دا نه شي زغملای چې پښتانه تعلیمیافته شي او پرمختګ وکړي"

د ۲۰۱۷م کال په مارچ کې هم په همدې پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو پر یوه کلتوري مېله باندې برید شوی وو، دوی تور پورې کاوه چې د اسلامي جمعیت طلبه زده کوونکو نه غوښتل، چې پښتانه په پنجاب پوهنتون کې خپلې کلتوري مېلې جوړې کړي.