د رهگزر قمر راهي د ”قند“ نه تر ”مشاله“

د گس اړخ نه دوئم خداېې بخښلې قمر راهي ، اکرام الله گران او رحمان بونېری

د دولسو کالو نه زیاته موده کېږي چې خدائ بخښلي ستر شاعر او ادبي صحافي قمر راهي سره مې په لومړي ځل ليدلي وو. هغه دنگ لوړ، رعب داره او سنجيده ” جدي “ شخصيت وو، سپينه ټوپۍ ېې په سر وه او په تول پوره غږ ېدو. ما په دغه لومړي ځل ليدو کتو کې داسی ګڼل چې گني خدائ بخښلې راهي په سترگو سترگو کې زما هره خبره تلي. د هغه مخې ته اودرېدل زما لپاره د کوم ازمائش نه کم نه وو، هغه د کلنو زوړ ” قند “ یو معتبره مدير وو او زه ایله اومه خله --- هغه د رهگزر نه د پښتو ادب په اسمان ” څېرې “ وهلې. او زه ـ ـ ” هيڅ نه “
څه تصور به د گلونو اننگو کوومه
چې دا غزل غزل وطن په خپلو وينو سور دی
خداېې بخښلې راهي د اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ٢٠١٣م، د ډسمبر په ٢٦مه سترگې پټې کړې، خو لا پخوا ېې د خپل نظم په یو شعر کې ویلي ووـ
زه چې له ویرې نه خپل سیوري ته په شا شا گورم
گني دی قبر شان کمرې سره خو ښه بلد ېم
په پېښور کې په نومبر ٢٠٠٠م کې د سلیم راز صیب او ملگرو لخوا جوړ شوي د دوئم نړيوله کانفرنس په مهال د هغه سره زما د لومړي ځل ليدو کتو وروستو چې هغه ته مې په ٢٠١٣م کې د واشنگټن نه په ډیوه ریډیو مشاعره کې د برخې اخستو لپاره ټليفون وکړو نو راته ېې اوویل:
” زه ډېر ناروغه په کټ پروت ېمه ، په مشاعرو او نورو غونډو کې برخه اخستل زما لپاره ممکن نه دي ، خو رحمان بونیري ته د هغه دادبي خدماتو په وجه انکار هم ممکن نه دی “ زه ځان ددغه توصيف جوگه نه گڼم خو د راهي د غه ستائنه په خپله ورکوټې ادبي سينه لویه تمغه ضرور گڼم.

Your browser doesn’t support HTML5

قمر راهي د ډیوه ریډیو ريډیو دکوربه رحمان بونيري سره مرکه


د خداېې بخښلي قمر راهي د ادبي ژوند دوه سترې برخې دي چې یوه د هغه د قند مجلې ادارت دی او بله برخه د هغه خپله شاعري ده-
قند
قند د خداېې بخښلې راهي د توله او بې ملازو ادارتي خوبیانو او دهغې وخت د علمي شخصیاتو د ليکنو په وجه د پښتو ادب په مجللاتي تاریخ کې ډیر لوېې مقام لري. دا د خداېې بخښلې راهي خوش بختي وه چې دغه وخت لکه د دوست محمد خان کامل، اجمل خټک او ولي محمد طوفان په شان علمي منارې موجود وی او ليکل ېې کول. په قند کې خداېې بخښلې راهي د ادبي شخصیاتو لپاره لیکل شوې توصیفي ” کرښې “ اوس د کومې خزانې نه څه کمې نه دي . هغه به په قند کې د کوم ادبي ښخصیت لپاره څه کم و بیش لس کرښې لیکلې چې دا وخت د کرښې
په نوم په کتابي شکل کې چاپ شوي دي. خداېې بخښلې راهي ته که د قند لپاره د خزانې د شوګر ملز خزانه پرانستې پرته وه خوپه حقيقت کې د قند په کامیابۍ کې د پښتنو لیکوالانو نه ښه ښه لیکونو راغونډولو کار هغه ښه په نرتوب کړی دی. خداېې بخښلې راهي پښتنو لیکوالانو ته د بیا بیا د وریادولو په ” جهد مسلسل “ باندې کله هم نه وو ستړی شوی. د راهي د محتاطه ادبي انتخاب او لیکونکو په تواتر سره د ښه لیکونو لپاره د وریادولو زیار هغه یو معتبره او محنتي مدیر جوړ کړی وو.
د خداېې بخښلې شاعري
د افسانو لوګې او رڼا، او اباسین راغلی نه وی خالق حسن خان سوز د خداېې بخښلې راهي مشر وروراو یو مترقي افسانه لیکوال وو. او بیا هغه د شیر علي باچا ، اصغر لالا، جمال رازي، امین الحق امین، اجمل خټک، امیر حمزه شینواري، قلندر مومند او کامل مومند د عصر شاعر وو. هسې که څه هم په دغه لیکوالانو کې د کامل مومند ، امیر حمزه شینواري او خپله د راهي سیاسي سوچ ، د پښتون قام پرسته سیاست په لاره نه وو. خو لیکونه ېي د پښتون قام پرستۍ او مترقیت عکاس وو. ځکه خو خداېې بخښلې راهي واېي:
داسې حالاتو کې تش سر خو پټول هم نه دي
ما سره غم د پښتونخوا دی پښتانه ورکیږي.
د خداېې بخښلې راهي د نظم په باره کې په ځلا کې د هغه خوږ ملګري بی بدله عالم خدای بخښلي ایاز داودزۍ ډیر تفصیلي لیکونه کړي. که هر څو په ادبي اصطلاح کې دغه لیکونه د توصیفي تنقید په زمره کې راځي خو د ایاز داودزۍ خپل تنقیدي نظر غیر متنازعه او منطقي دی . او څه تنقيدي پیمانه ېي رد کولی نه شي . پدغه تجزیاتي توصیفي لیکونو کې داودزۍ هغه ته د خپل عصر د نظم ګو شاعرانو سرخیل وېلي.
د خداېې بخښلې راهي د نظمونو موضوعات ټولنيزه او جمالیاتي دي. او د هغه د پرمختګ د سوچ علمبرداره دي. د راهي سره د کال ۲۰۰۰م وروستو زما دري مخ په مخ ملاقاتونه او ګڼ شمیر خطونه زما په شان د یو زده کونکي تن لپاره یوه لویه خزانه ده. د دغه امانت څه یادګارونه به کله شریک کړم.
دلته د د خداېې بخښلې راهي د شاعرۍ څه نمونې وړاندې کومه
زما تصوير
هغه تصوېر مې لا تراوسه ياد دی هېر مې نۀ دی
هغه چې سترګو کښې ئې ځل ؤ اوپه شونډو مسکا
چې ئې دبرېتو په ځائی داسې ســور نری پشم وۀ
د سټــــــوکى څۀ نرې ليکې ئې تندے ښکلـــوۀ
څــــۀ عجيبـــه غـــوندې تورتم وۀ پټېدلې نۀ شـو
تصوير د څڼو په تورتم کښې به نور هم ځلېـــدۀ
چا چې ليدلی وۀ نــو دا تصوير خوښ کړے ئې وۀ
چې دا تصوير کښې څۀ خوبى وه کۀ زما ځوانى وه
زما تصوير وۀ رښتيادا دى لږ زما هم خــوښ وۀ
ما ورلــــه دومره وقعت چرې هم ورکړے نــــه وۀ
دغه تصويرمې يو وړوکى شانې فرېم کښې بندکړۀ
بيا څۀ موده د مېز د پاسه چې پـــه ټى وى پروت وۀ
ما نه دژوند په اندېښنو کښې ډېر څيزونه هېر شو
ما به د خپلې ځوانۍ دغه تصوير څـــــۀ ياد وو
ما چې په شا وروستو کتل دغه تصوير راياد شو
اوس چې مې وروځې سپينې شوى دى هغه چې نه يم
ا وس چې په سر زما پنبه ده او بريت مې سپين دى
اوس به هغې تصوير ته څنګه خپل تصـــوير ووايم
ښه ده تصوير اوس هلته نشته د خپل ځايه غېب دی
زۀ مطئمن يم چا چې وړی دی غلــه ښــه پېژنم

مشوره
واوره معصومې ډېرې ښکلې اې پېغلوکې جينۍ
پرپرکو پسې لا منډې وهه دا دې وخت دی
يا خو ګوډيانې لوبوه چرته ميرګاټې کوه
يا سويلۍ ته دې خېر دې ګوډۍ هم ودوه
ياپه معصومو نيم کښو سترګو خوبونه وينه
خو دمفتون،يونس،سيلم ،کتاب چې ونۀ لولې
دا د لفظونو جادوګر دي تا به ونښلوي
تۀ لا وړه ئې نۀ پوهېږې هسې نه خطا شې
په نوم خو مينه وي خو پټ پکښې هــــوس اودۀ وي
هسې نه څوک دې چرته وغلوي تا ونۀ لوټي
زۀ دا منم چې انسانان پکښې لاهم موجود دي
خو چار چاپېره په دنيا کښې د لېوانو راج دی
هسې په سترګو کښې ځلا به يې د مينې ښکاري
ولې په شا يې هوسونه ښۀ صفا ليدے شي
تۀ لا کچه غوندې غوټۍ ئې ازغي مۀ ټولوه
دغه ازغي د وخت نه مخکښې چې زخمي دې نۀ کړي
ځکه په خپل تلي به ښۀ وي د چا نوم مۀ ليکه
په کتابونو کښې به هم ښۀ وي ګلاب چې نۀ ږدې

کېتهارسس
داسې حالات دى بازيافتونه ئې هم وچې تروړل
حالات پخواهم ډېر ښۀ نۀ وۀ خو د دې نه ښۀ وۀ
هغه بازيافت هغه بازګشت هم په لوګو کښې پټ دی
زۀ بـــــه تنها وم خو چاپېره ښاپېرۍ ګډېدې
چې دټپو په هنګ اهنګ کښې به دشپې لاهو وم
چې ټولـــه ورځ مـــزاحمت بـــه مې د جبر کوو
زۀ کۀ هرڅو داسې تقسيم وم په ځان نۀ پوهېدم
دغه وخت هر څۀ کۀ وو زۀ به له خپل ځا نه غېب وم
اوس خو په هيڅ نۀ د و که کېږ م په عذاب کښې ګېر يم
اوس په وړه وړه خبره چې لګيا يم زړۀ خورم
خېرداحالات چې مې پوره نۀ وي خوړلې نۀ شى
د وخت نه مخکښې رويو دخلقو تېرکۀ نۀ کړم
زۀ د د ې خپل احساسه تنګ يم شايد دا مې وخورى
زۀخوزړېږمه احساس مې ورځ په ورځ ځوانيږى
څو چې شعور په خوب اودۀ وۀ په مزه تېرېدۀ
چې لږ را ولټېدۀ ژوند خو له عذابه ډک وۀ
ګرانه اوس داده چې له سره ژوند پرست پاتې يم
جارحيت مې هم په ځان باندې چې نۀ سوديږى
مزاحمت هم چې کوی نۀ شم فعال هم نۀ يم
د خدائے کرم دی ښۀ ده څۀ نه څۀ کېتهارسس وشى