قطر د اسرایل او حماس ترمنځ له منځګړتوبه ووت

رایټرز خبري ایجنسۍ خبر ورکړی چې قطر د اسرایل او حماس تر منځ له منځګړتوب نه ووت. خبر زیاتوي چې ترڅو حماس او اسرایل د خبرو اترو میز ته د راستنېدو لپاره ؛ ریښتیني لیوالتیا ؛ ونه ښیي، قطر به د غزه د اوربند د منځګړتوب هڅې ودروي.

رایټرز د خالي یا شنبې په ورځ د یو سفارتي چارواکي د خولې لیکلي چې جلیجي هیواد هم دې نتیجې ته رسیدلی چې په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر نور خپل هدف نه پوره کوي، چارواکي زیاته کړه د فلسطین وسله والې ډلې لوړ پوړي مشران د اسرایلو لخوا وژل شوي دي.

دغه چارواکي وویل، قطر د شخړې د پیل راهیسې ویلي چې دوي یوازې هغه وخت منځګړتوب کولې شي چې دواړه خواوې د یوې هوکړې په موندلو کې حقیقي لیوالتیا وښیې.

چارواکي وویل چې قطر ، حماس، اسرایل او امریکا ته د خپلې پریکړې خبر وکړی. دغه سفارتي سرچینې د قوله رایټرز رپورټ کې لیکلي چې قطر د یو مهم منځګړي په توګه په غزه کې د اوربند او د یرغمال شویو د برخلیک اړوند مذاکراتو نه وتلی دی او حماس ډلې ته یې خبرداری ورکړی دی چې په دوحه کې د دغې ډلې دفتر، نور په خپل هدف عمل نه کوي.؛

قطر د امریکا او مصر ترڅنګ په غزه کې د یوې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د بې پایلي خبرو اترو په پړاوونو کې لوي رول لوبولی دی. د اکتوبر په نیمایي کې د خبرو وروستی پړاو هم کومې نتیجې ته نه وو رسیدلی. یو امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ وویل، واشنګټن قطر ته ویلي وو چې په دوحه کې د حماس شتون نور د منلو وړ نه دی ځکه چې د فلسطین وسله والی ډلی د اوربند او د یرغمال شوو په اړه تړون ته د رسیدو وروستی وړاندیز رد کړ.