د برطانیې ملکه الزبت د ۹۶ کالو په عمر کې مړه شوې

Foto Achiv: Rèn Elizabeth II souri pandan yon vizit nan laboratwa Sinsbury pou Syans ki baze sou Plant yo nan Inivèsite Cambridge, Angletè, 27 Avril 2011.

د برطانیې ترټولو زیاتې مودې پورې پاتې شوې ملکه، الزبت د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د ۹۶ کالو په عمر کې مړه شوې. شاهي محل،‌ بکېنګم پېلس په یو بیان کې وېلي ملکه الزبت د زیارت په ماسپخین د سکاټ لېنډ په بالمورل محل کې په ارام ساه ورکړې.

د ملکه الزبت په مرګ د نوموړې مشر ځوي چارلس درېم د برطانیې د باچا په حېث ذمه وارۍ په لاسو کې اخستې.‌

باچا چارلس درېم په یو بیان کې وېلي د خوږې مور مرګ د هغه او د ټولې کورنۍ لپاره د یو لويي خفګان وخت دی او دا چې د نوموړې کمی به په ټوله نړۍ کې خلک محسوسوي. د نوي باچا په حېث به چارلس درېم د برطانیې ترڅنګ د ۱۴ کامن وېلت ملکونو ریاستي مشر وي.‌ د نوموړي‌ مېرمن کمېلا د برطانیې ملکه جوړه شوې.

د برطانیې نوې وزیراعظمې لېز ټرس وېلي ملکه الزبت یو چټان وو چې د هغې د پاسه د عصري برطانیې بنیاد اېښودل شوی چا چې د نوموړې په وېنا خپل ملک ته ثبات او طاقت ورکړی وو. ملکه الزبت دوه ورځې وړاندې لېز ټرس په رسمي توګه د ملک نوې وزیراعظمه ټاکلې وه.

لېز ټرس د ملک نوي باچا په اړه وېلي،مونږ هغه ته د خپلې وفادارۍ او عقیدې وړاندیز کوو څنګه چې د نوموړي مور د دومره لوې مودې پورې ډېرو خلکو ته خپلې وفادارۍ وړاندې کړې وې. ‌

د ملکه الزبت په مرګ د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو نوموړې ته د عقیدت پېرزونې وړاندې کړي.

ددې وړاندې د زیارت (پنجشنبې) په ورځ د ملکه الزبت صحت خرابېدو وروسته د برطانیې شاهي کورنۍ نزدې غړي د سکاټ لېنډ بالمورل محل ته رسېدلي وو.

ملکه الزبت د لندن په مېفېیر سیمه کې په ۱۹۲۶ کې په ۲۱م اپرېل پېدا شوې وه او په ۱۹۵۲م کې یې د خپل پلار جارج-شپږم د مرګ وروسته د برطانیې ملکه جوړه شوې وه. هغې د ۷۰ کالو پورې د برطانیې د ملکه په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.

ملکه الزبت په خپله واکمنۍ کې د برطانیې وزیراعظم ونسټن چرچل راهسې د ملک ۱۵ وزیراعظمانو سره خدمات ترسره کړي او د هېواد عصري شاهي روایت لاندې په سیاسي معاملو کې بې طرفه پاتې شوې. نوموړې د دوېم جنګ عظیم وروسته حالاتو،‌ سوړ جنګ،‌ ښه او بد اقتصادي وختونو، شمالي آېرلېنډ کې د تاو تریخوالې ډک وخت، د یورپي اتحاد جوړښت او ددغه اتحاد نه د برطانیې ځان له کېدو په حالاتو کې د خپل ملک مشري کړې.

د برطانیې اولس کې هغه د خپلې څوکۍ لپاره د ځان پوره وقف کولو په سر ستاېلی کیږي او ډېرو خلکو هغې ته په یو داسې وخت د ملک د طاقت یو ستن په حېث کتل چې په نړیوال مېدان کې د برطانیې واک اختیار په کمېدو وو.

ملکه الزبت د کال 1952 راهسې د برطانیې او ۱۴ نورو ملکونو ملکه وه او روان کال یې د خپلې څوکۍ 70مه کلیزه لمانځلې وه. د جون په میاشت کې د پلاټینم جوبلي تقریباتو په موقع د ملکه په اعزاز کې شوي پرېډ او د شاهي هوايي ‌پوځي جهازونو نندارتون کتو لپاره نوموړې د بکېنګم محل په بالکونۍ کي راښکاره شوې وه.

تېر کال د اپرېل په میاشت کې د نوموړې خاوند شهزاده فلپ د خپلې ځېګېدنې سلمې کلیزې څو هفتې وړاندې مړ شوی وو.