کوټه: پولیسو د پریس کلب له ودانۍ په احتجاج بوخت استاذان نیولي، خبریالانو دا اقدام غندلی

خبریالانو د کوټې پریس کلب ته د پولیسو ننوتل او ھلته د احتجاج کوونکو نیول د بیان پر "ازادۍ"برید بللی دی.

د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې (بی یو جې) او د کوټې پریس کلب اتحادیې د کوټې پولیسو هغه عمل په سختو ټکو غندلی، چې ځینې پولیس عسکر تېره ورځ د کوټې پریس کلب ودانۍ ته ننوتلي او شاوخوا دولس هغه استاذان یې نیولي چې احتجاج یې کولو.

بي یو جې دا عمل د بیان د ازادۍ پر ضد یو "مستقیم برید" بللی او له صوبایي حکومت څخه یې په دې کې د ککړو‎ پولیس افسرانو پر ضد د سخت قانوني چلند غوښتنه کړې دہ۔

د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې جنرل سیکرټري عبدالغني کاکړ‎ وي او اې ډیوہ ته وویل " دا د کوټې پریس کلب د تاریخ تر ټولو "افسوسناک" عمل دی چې په یوہ قیمت د منلو نه دی، پولیسو د یوې خپلواکې ادارې تقدس ته سپکاوی وکړ‎".

په خپارہ کړ‎ي ګډ بیان کې خبریالانو د بلوچستان له وزیراعلا میر سرفراز بګټي غوښتنه کړې ده چې د دې پېښې په سخته نوټس واخلي او ټولو ککړ‎و پولیس عسکرو ته دې سزا وکړ‎ي.

خبریالانو خبرداری ورکړی، که حکومت د دوی غوښتنې و نه مني نو په سخت احتجاج به لاس پورې کړ‎ي.

یادہ پېښه ھغه وخت را منځ ته شوې چې په بلوچستان کې د محکمه تعلیم له خوا د ښوونکو د خالي پوسټونو لپاره امتحانونه اخیستل شوي، خو بریالي شوي کاندیدان وایي، چې د دوی ګمارنې یا ارډرز له تیرو څو میاشتو ځنډول شوي۔

د هم دې غوښتنې د نه منلو پر ضد کامیابه کاندیدان له تېرو څو ورځو راهیسې په کوټه ښار کې احتجاجونه کوي. دوی د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته هم احتجاج کړی و، چې وروسته پولیسو د دوی نیول پیل کړ‎ي.

د بلوچستان حکومت ویاند شاہد رند تیرہ ورځ و رسنیو ته ویلي وؤ"د صوبې د اوو ضلعو د امیدوارانو انټرویوز او لیسټونه چې پورہ شي نو د ټولو کامیابو استادانو د کامیابۍ/نوکرۍ ارډز به وشي"، خو هغه وویل د داسې احتجاجونو اجازت چاته نه ورکوي.

د پولیسو چارواکو په وینا، په تېرو دوو ورځو کې یې د دفعه 144 د سرغړونې په تور 32 احتجاج کوونکي نیولي دي.

د احتجاجي استادانو د اتحادیې د مشر عمر ناصر رسنیو ته ویلي"د خپلو ملګرو د نیولو پر ضد د خبري کانفرنس کولو لپارہ د کوټې پریس کلب ته تللي و، خو پولیس په پریس کلب ورننوتل او له هلته یې هم ځینې کسان ونیول".

د خبریالانو له احتجاجي بیانونو ورستو پولیسو وضاحتي بیان خپور کړی او دعوہ یې کړې چې د دوی هدف د بیان ازادۍ ته زیان رسول نه و، بلکې دوی یوازې د امنیت خوندي ساتلو لپارہ پریس کلب ته تللي او ھلته یې له خبریالانو سرہ په دې اړ‎وند خبرې کول غوښتل.

پولیسو په خپارہ کړ‎ي بیان کي ویلي،احتجاج کوونکو د ښار په بیلا بیلو سیمو کې سړکونه بند کړي وو، چې له امله یې عام خلک له سختو ستونزو سره مخ و نو پولیسو د ھغوی د نیولو ھڅې پیل کړ‎ي چې ځینې احتجاج کونکي پریس کلب ته ننوتل او هلته یې "غصه پارونکی عمل "ترسره کړ.

پولیسو دعوہ کړ‎ې چې د دوي یو افسر یوازې د خبرو لپاره پریس کلب ته تللی و، د چا د نیولو لپارہ نه و تللی خو پولیسو په بیان کې دا ھم لیکلي چې "که هر افسر د قانون خلاف عمل کړی وي، نو پر ضد به یې قانوني ګامونه پورته کړل شي"

د خبریالانو اتحادیې د پولیسو دا وضاحت په کلکه رد کړ‎ی او ویلي یې دي، د پولیسو بیان "بې‌اساسه" او د حقیقتونو مسخ کولو هڅه ده.

د عبدالغني کاکړ‎ په خبرہ "پولیسو یو وار ناقانونه کار کړ‎ی او اوس د ھغه سر بیرہ غلط بیاني ھم کوي".

د خبریالانو په ګډ بیان کې ویل شوي، چې د پولیسو اعلامیه له تضادونو ډکه ده. “یو طرف ته وایي چې یوازې یو افسر د خبرو لپاره پریس کلب ته تللی و، خو حقیقت دا دی چې لسګونو پولیسو پر کلب برید کړی و، او بل طرف ته وايي چې د پېښې پلټنې کوي، وایي که دوی جرم نه وي کړ‎ی ، نو بیا انکوایري د څه لپاره؟

په بیان کې ټینګار شوی، که حکومت د خبریالانو دا غوښتنې و نه مني، نو دوی به په سخت احتجاج لاس پورې کړ‎ي او د هر ډول ممکنه خراب حالت زمه واري به بیا د صوبايي حکومت او د پولیسو پر غاړه وي.

تر دې څو مایشتې وړ‎اندې ھم د بلوچستان سر ښار کوټې ضلعې انتظامیې او پولیس له لوري د کوټې پریس کلب ته ھغه وخت تاله لګول شوې وه چې کله د بلوچ یکجھتي کمېټۍ د مشرې ماہ رنګ بلوڅ له لوري ھلته د یوہ سیمینار تابیا شوې وہ.

د بلوچستان وزیر اعلا میر سرفراز بګټي ھغه وخت له خبریالانو بخښنه غوښتې وہ او ویلي یې و چې دا ھر څه په ناپوھۍ کې شوي، خو پر دې تازه پېښه د حکومت کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.