قرېشي: د افغانستان د ګاونډیانو په اینده غونډه کې به طالبان رابلل کېږي

تیره هفته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقې پاکسان ته لومړی سفر وکړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلې افغان طالبان به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو په دریمه غونډه کې د ګډون کوي.

شاه محمود قریشې د سینټ د بهرنیو چارو د کمیټۍ غونډې ته ویلي د افغانستان د ګاونډیانو راتلونکې غونډې ته به د افغانستان مواقتې حکومت هم رابلل کیږي.

پاکستان د اګست په ۱۵مه نیټه په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو ورسته د جنګ ځپلې هیواد د پرمختګ او د طالبان د حکومت په اړه د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ د مشورې د پاره یوه نوې میکانیزم باندې کار کړې وو چې پکې د روس پشمول چین ، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي-

د دغه هیوادونو لومړۍ غونډه د ستمبر په اتمه په اسلام اباد کې شوې وه او دویمه غونډه یې د اکتوبر په ۲۷مه نیټه د ایران په کوربتوب شوې وه.

طالبانو ته په د افغانستان په اړه کیدونکې تیرو غونډوکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې ځکه چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه تر اوسه نه دې منلې شوې.

د افغانستان په اړه د ګاونډې هیوادونو راتلونکې غونډه به په چین کې ترسره شي.

که څه هم نیټه نه ده ټاکل شوې خو امکان شته چې د راتلونکې کال په شورو کې به ترسره شي.

د څیړونکو وینا ده چې پاکستان او چین که څه هم په رسمې توګه د طالبانو حکومت نه دی منلې خو ژر یا په ځنډ د دوې حکومت منلو ته لیواله ښکارې.

جرنالسټ طاهر خان ډیوه ته وايي د چینایانو د طالبانو سره د دوې واک تر لاسه کولو څخه وړاندې هم رابطې وې او اوس هم رابطې ډیرې زیاتې دې، چین غواړې چې خپل نظر د طالبانو سره شریک کړې- دوې د ترهګرو ډلو په اړه هم خپلې اندیښې طالبانو سره شریکې کړې.

امريکا او غربي هيوادونه د طالبانو په حکومت ټينګار کوي چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه باوري کړي.

پاکستان په نړیواله ټولنه غږ کوي چې افغانستان سره دې مرستې وکړي او د طالبانو سره دې رابطې مضبوطې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشې د نړیوالو مشرانو سره لیدونو کې وخت په وخت د طالبانو حکومت په پیژندلو ټینګار کړی.

خو د ځینو څیړونکو تر مخه داسې ښکاري چې پاکستان نړیواله مرسته د خپلې خوښې سره سمه په افغانستان کې وکارول غواړې.

تیره هفته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقې پاکسان ته لومړی سفر وکړو.

په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د چین، پاکستان، امریکا او روسې استازو د ټرایکا پلس غونډې په څنګ د پاکستان سفر کونکې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي سره هم لیدلې وو.

د اسلام اباد نه د وي او ای خبریالا رابعه پير وایي د طالبانو د خارجه وزیر د سفر په مهال پاکستان د یو وزیر په شان د هغه هرکلی کړی و او د شاه محمود قریشې په شمول نورو پاکستاني چارواکو ورسره په رسمي ډول لیدلي وو

ښاغلي متقي وروسته خپل د سفر په مهال یوه فکري کانفرانس سره خبروکې هیله چرګنده کړې وه چې نړیواله ټولنه به د طالبانو حکومت ژر وپیژني.