د مورنيو ژبو نړيواله ورځ، د پښتو په پلوۍ غونډې او لاريونونه شوي

مورنۍ ژبه

نن 21 فروري چې د ټولې نړۍ په څېرد پښتونخوا بېلا بیلو سیمو کې هم د مورنیو ژبو ورځ نمانځل کیږي. په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مورنۍ ژبې پښتو د ورځې په مناسبت پښتنو ملت پاله ګوندونو غونډې او لاريونونه کړي دي.

په خېبرپښتونخوا کې عوامي نيشنل پارتۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي وطن پارټۍ غونډې راجوړې کړي او لاريونونه یې کړي دي، دوی غوښتي چې پښتو ژبه دې په نصاب کې لازمي ژبه وګرځول شي او بنيادي زده کړې دې هم په پښتو ژبه کې لازمي کړی شي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مورنو ژبو د ورځې په مناسبت په کوټه کې جلسه راجوړه کړې وه.

څو ورځې وړاندې په پېښور کې ځینو شخصي سکولونو په خپلو زده کوونکو مورنیو ژبوکې په خبرو بندېز لګولی دی. د دغو سکولونو منتظمینو په دغه اړه د خبرو کولو نه انکاري دي خو څیړونکي وایي ژبه خپله کوم علم نه دی بلکې د علم ترلاسه کولو ذریعه ده نو که څوک د زده کړو لپاره کومه ځانګړې ژبه زیاته ګټه وره بولي دا به ناسمه وي.

د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې چیرمین پروفېسر ډاکټر روح الله وایس آف امریکا ډیوه ته وایي زه هاغه تنان د احساس کمترۍ او د علمي کمي ښکار ګڼم چې انګریزي زیاته معتبره ژبه ګڼي او فکر کوي چې څوک دا ژبه وایي نو هغه به مهذبه او عالم وي چې دا څوک نه وايي نو هغه به لاندې وي. ژبه یوه زده کړه ده. د پوهنې او یو بل سره د رابطې ذریعه ده.

د نوموړي په خبره زیاتې ژبې زده کول لوی کمال دی. باید تعلیمي نصاب په داسې بنیادونو ولاړ وي چې زده کونکو ته پکې د نورو ژبو زده کولو موقعې ترلاسه وي. خو بنیادي زده کړې پکار ده چې ماشوم ته خپله مورنۍ ژبه کې ورکړی شي.

12 کاله وړاندې د خېبر پښتونخوا حکومت پينځه ژبې مورنۍ ژبې ګرځولې وې چې پکې د پښتو تر څنګ هندکو، سرایکي، چترالي او کوهستاني ژبې شاملې وې. خو پوهان وايي بیا د 2013 ټولټاکنو نه پس چې حکومت بدل شو نو په بنیادي کچه صوبې کې د مورنیو ژبو د پرمختګ کار هم کمزوری شو.

څیړونکي وایي د نورو هیوادونو په څېر د دوي د پرمختګ لپاره هم دغه ده چې د هرې سیمې ماشومانو ته د هغوي په مورنۍ ژبه کې د زده کړو ساینسي بندوبست وکړي.

د پښتو اکېډمۍ استازه مېرمن پروفېسر ډاکټر فرخنده لیاقت وایي که حکومتونه دې ته پام راوګرځوي چې پرمختګ مورنیو ژبو سره وتړي نو که 100 فیصده نه وي 80 فیصده د پرمختګ لپاره خپلو ژبو کې زدو کړو سره تړلی دی.

په کال 1952 کې د هاغه وخت د ختيځ/ شرقي پاکستان د ډهاکې پوهنتون زده کونکیو د اردو ژبې په ځای بنګله ژبې کې د زده کړو غوښتنه کوله. خو د هاغې وخت پاکستاني ځواکونو په زده کونکیو ډزې وکړې چې له امله یې پنځه زده کونکي ووژل شول او نور په لسګونو ژوبل وو.

هم د دغه پېښې په یاد کې اوس د ملګرو ملتونو اداره یونیسکو 21 فروري د مورنیو ژبو د پرمختګ د ورځې په حیث نمانځي. او د خطر سره مخ قامونه د خپلې مورنۍ ژبې د پرمختګ لپاره لاریونونه کوي.