رانا ثناالله: د حکومتي چارواکو د سپکاوي په سر د پي ټي ايي د فعالانو پاسپورټونه او شناختي کاروډونه تړل کېدی شي

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله د خپلې پريکړې دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې حکومت د عمران خان د کارکنانو ليونتوب نور نه شي زغملى

دپاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند دمشرانو په سپکاوي کولو اؤ دهغوئ په ځورولو دحکومت مخالف ګوند تحريک انصاف کارکنانو ته دهغوئ په ضد دقانوني کارروایۍ کولو او دهغوئ د پاسپورټونو اؤ شناختي کارډونو دبلاک کولو یا تړلو خبردارى ورکړى دى.

په عین حال کې دپاکستان انتخابي کميشن د تحريک انصاف دمشر اؤ پخواني وزير اعظم عمران خان لخوا د پنجاب دصوبايي اسمبلۍ دضمني انتخاباتو کمپاین کې د کميشن په ضد دلګول شوؤ تورونو نوټس اخستى دى.

د شخصي ټي وي چینل جيو نیوز سره خبرو کې د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله د خپلې پريکړې دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې حکومت د عمران خان د کارکنانو ليونتوب نور نه شي زغملى.

تر دې وړاندې تیره ورځ رانا ثنالله دټويټر دلارې د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند په پلويانو غږ کړى ؤ که چرته هم د مخالف ګوند تحريک انصاف غړو دوي ګیر کړل او د دوي ېې وځورول نو ددغه پيښې ويډيو دې د واټس ايپ د لارې د پلټنو مرکزي ادارې سره شريکه کړي او حکومت به په دې قانوني کارروایي کوي چي ترمخه یې داسې پېښو کې د پي ټي ایي دککړو غړو شناختي کارډونه او پاسپورټونه هم تړل کيدلى شي.

رانا ثنالله تور لګولى چې د عمران خان په لمسه د تحريک انصاف پلويانو ليونتوب راخستى دى، ځاى نه ګوري او خپل سياسي مخالفين په نخښه کوي او که چرې اوس ددې مخنيوى نه کيږي نو راتلونکي کې دا رویه د تشدد شکل هم خپلولى شي.

خو دتحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر فواد چوهدري بیا د کورنیو چارو د وزیر په دې پرېکړه نیوکې کړي اؤ په ټویټر یې یې خپل عکس العمل کې لیکلي چې راناء ثناء الله دفلمي ډایلاګونو لیکلو واله تن ځانله ساتلی اؤ دګواښ په داسې بیانونو دپي ټي ایي فعالین ویرول غواړي چې ګنې څوک به غل ته غل نه وایي.

څو ورځې وړاندې د پي تي ایي پلويانو په يو ولسي ځاي کې د پرمختيا دمرکزي وزير احسن اقبال نه ګيره اچولې وه او د هغه په ضد ېې د غل، غل شعارونه ورکړي وؤ.

که څه هم بيا دپي‌ ټي ایي دغه پلویان داختر په ورځ د احسن اقبال کور ته تلى وو او په خپلو کړو ېې پښیماني ښودلې وه خو تيره ورځ د پنجاب صوبى بهکر کې دضمني انتخاباتو په حواله جلسى ته وينا کې پخواني وزير اعظم عمران خان د خپل ګوند ددغو فعالینو دعمل دفاع کړې وه او دعمران خان دريځ و احسن اقبال ته غل نه ډاکو ويل پکار دي.

قانون پوهه شاه خاور د رانا ثنالله لخوا د پي ټي ایي پلويانو لپاره کارول شوؤ نومونو باندې انديښنى لري خو
وي او اى ډيوه سره خبرو کې شاه خاور وويل د راېې د اظهار د ازادۍ دا مطلب هم نه دى چې څوک دې کوم ځاى کې هم خپل سياسي مخالفين وويني نو دهغه سپکاوى دې وکړي او ورته دې غل ډاکو ووايي.

شاه خاور پخلى کوي د پلټنو مرکزي اداره ايف ایي اى د اليکټرانکي جرمونو دقانون پيکا لاندې داسى پيښو کې دککړ تنانو په ضد دقانوني ګامونو اخستو واک لري.

بل اړخ ته مرکزي حکومت په پارليمان دحملې کيس کې د لاندیني ځانګړي عدالت لخوا د پخواني وزير اعظم عمران خان دبري کولو د پريکړى په ضد اسلام اباد هايکوزټ ته اپىل کړى دى چي پکې حکومت د هايکورټ څخه د لاندیني عدالت دپريکړې د کالعدم ګرځولو غوښتنه کړې ده