د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان راشد خان ويلي، د خپل هېواد والو مننه کوي چې تل یې په دعاګانو کې یې ياد ساتلي دي او په راروانه مهمه لوبه (سيمې فاينل) کې به یې هم په دعاګانو کې ياد وساتي.
راشد خان په خپله فېس بک پاڼه يو ويډيو پېغام کې په مينه د دعاګانو غږ کړی او ويلې يې دي، "په دې وخت کې ستاسو دعاګانو ته ډېر ضرورت لرو او په میدان کې به زمونږ پوره پوره کوشش وي".
د شل اووريزه نړيوال کپ 2024م په روانو مقابلو کې د افغانستان کرکټ لوبډله بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سيمې فاينل ته رسېدلې ده.
افغان لوبډله به سبا په سيمې فاينل کې د جنوبي افريقې سره مخامخ کيږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ترمخه ياده لوبه به سبا په 27م جون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار په پينځه بجې پیل کيږي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، "په پام کې لري چې د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه په کابل کرکټ لوبغالي کې پر لوی سکرین نندارې ته وړاندې کړي".
بورډ زياته کړې، "په کابل ولایت کې مېشت هېوادوال کولی شي چې کابل کرکټ لوبغالي ته راشي، دغه ستره لوبه له نږدې ننداره کړي او په ګډه د افغان اتلانو ملاتړ وکړي. د یادونې وړ ده چې یادو مراسمو کې ګډون وړیا دی او ترڅنګ یې ګډون کوونکو ته وړیا خواړه هم ورکول کيږي".
بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او سيمې فاينل ته په رسېدو د افغانستان په بېلابيلو سيمو کې په پراخه کچه دغه خوشالۍ نمانځل شوي دي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د بنګله دېش نه د لوبې ګټلو وروسته راشد خان ته اومبارکي ويلې ده.
متقي، راشد خان سره په خبرو کې ويلي، "په لومړي ځل سيمې فاينل ته وتل لويه بريا او لوی زېری دی".
هغه زياته کړې، "زمونږ پاليسي ده چې سياست او لوبې د يو بله جلا وساتو، لوبې ځوانان د غلطو فکرونو او نشو او اختلافاتو نه راګرځوي، تاسو د افغانانو شمله هڅکه ساتئ، په پاتې دوه لوبو کې بریا درته غواړو".
راشد خان متقي سره په خبرو کې ويلي، "لوبډله ښه چمتو ده چې نورې هم ښې لوبې وکړي".
بنګله دېش ته په ماتې ورکولو افغان لوبډلې ته د کرکټ يادو پخوانيو او اوسنيو ستورو لوبغاړو هم افغان لوبډلې او راشد خان ته اومبارکي ويلې ده.