د پنجاب پولیس پر عبدالروف د شوي ظلم خلاف مقدمه نه درج کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په دې وېډیو کې عبدالروف د ځان لپاره له پاکستاني چارواکو انصاف غواړي. یادونه: په دې وډیو کې عبدالروف په خپل بند د تشدد نخښې ښايي نو ممکنه ده چې ځینې کتونکو دپاره به یې کتل گران وي

اته ورځې وشوې خو د خیبرپښتونخوا عبدالروف د پنجاب د یوې مخوریځې سیاسي کورنۍ په ضد په پولیس تاڼه کې رپوټ نه شي درج کولای. عبدالروف وایي:

"زه يې د ويزې په بهانه راوغوښتلم او بيا يې په خپل قيد کې واچولم. زما نه يې د پينځه کروړه روپو تاوان غوښته. اول به يې په سيگریټ وداغلم نو بيا به يې رانه پوښتنې کولې چې ته څوک يې؟"

عبدالروف وايي د وهلو ټکولو يوه بله وجه يې دا هم ورته ښووله، چې ته پښتون يې، وایي ده ورته ویل، نو زه څه وکړم چې پښتون پيدا يم، ولې په دې ملک کې د اوسېدو حق نه لرم؟

عبدالروف د پنجاب له فتح جنگ سيمې تښتول شوی وو او تر ډېرو وهلو ټکولو وروسته د خپلو خپلوانو په زور را خوشي شوی دی. هغه د ځان سره د زیاتي تور د ټیکسلا او فتح جنگ په یوه سیاسي کورنۍ لگوي.

کله چې وي او ای ډیوه د واشنگټن نه د فتح جنگ تاڼې سره د عبدالروف د خبرې په اړه رابطه وکړه نو کوم اړونده پولیس ته لاس رسی ونشو.

د خیبر پښتونخوا د پولیس ډي ايي جي عالم شینواري هم د اټک ضلعې د پولیس مشر سره رابطه کړې او د هغه نه غوښتنه کړې چې د عبدالروف ایف ايي ار دی درج شي.

په دې وېډیو کې هغه د ځان لپاره له پاکستاني چارواکو انصاف غواړي.