څيړونکي وايي، د وفاقي او صوبایي هڅو باوجود، پاکستان کې شاوخوا ۲۶ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي، علتونه یې د فنډونو د کمي پشمول د ځينو سمیو خرابه امنتې وضعه او د سکولونو خراب حالت دی.
په پاکستان کې د تعلیم د شمېرو او څیړنې په اړه کارکونکې ادارې [DARE-RC] د سيورې لاندې غونډه شوې، پکې ګڼ شمیر پالیسي جوړونکو، استادانو او زده کوونکو ګډون کړی، د پاکستان د تعلیمي نظام ښه کولو لپاره په څیړنو او نورو تګلارو پکې بحث شوی دی.
د تعليم په اړه د سېنېټ د قايمه كمېټۍ چيير پرسن سېنېټر بشرا انجم بټ وويل، د ماشومانو سکولونو ته لېږلو لپاره وفاقي او صوبایي حکومتونو لخوا ټولې ممکنه هڅې روانې دي، او نړیوالې او ټولنیزه ادارې په دغې اړه تګلاره جوړولو کې مهم رول لوبولی شي.
هغې وویل، "په پاکستان کې چې د ماشومانو په رویو کې کوم عدم برداشت، کرکه راغلې، د دې د مخنیوې لپاره به مونږ ته خپل تعلیمي نصاب اړخ ته پام راګرځول وي. ځکه چې کومې زده کړې چې ماشومانو ته ورکول کیږي. هغه د دوی د ذهنونو برخه جوړیږې. زه ټولو صوبو ته خواست کوم نصاب ته بيا کتنه وکړي".
د پاکستان تعلیمي نظام د پام وړ ننګونو سره مخ دی، پکې د شمولیت ټیټه کچه، ناکافي سهولتونه، د تعلیم خراب حالت، او ټولنیز اقتصادي توپیرونه شامل دي.
پاکستان د خپل GDP یوازې 1.7فيصده برخه د تعلیم سیکټر لپاره مختص کوي.
خېبر پښتونخوا کې د سکنډري ایلمنټرې ایجوکېشن پلاننګ افسر محمد عالم وايي، "په پاکستان کې شاوخوا ۲۶ ميلینه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، چې پکې د خېبر پښتونخوا شاوخوا ۵۰ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي".
هغه وويل، "د مختلفو اسبابو ترڅنګ بنیادي سبب یې د تعلیم لپاره د فنډونو کمی دی. په خېبر پښتونخوا کې ۳۵۰۰۰ څخه زیاتو سکولونو ودانۍ جوړې دي خو د دې دپاره نور ډېر سکولونه پکار دي".
د پاکستان انسټیټیوټ اف ایجوکېشن د وروستي رپورټ له مخې، د پينځو څخه تر 16 کلونو شاوخوا 71 ميلينه ماشومان له سکولونو بهر دي.
د نړيوال بېنک په يو وروستي رپورټ کې ويل شوي، چې په پاکستان کې ۷۷ فیصد ماشومان دومره ناقصه زده کړې کوي، چې دوی نشي کولی چې تر ۱۰ کالو په عمر کې هم یو ساده لیکل شوی متن ولولي.
د ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان الله نور مروت وايي، "تعلیم سم ماحول غواړي په خصوصې توګه د انجونو دپاره، چې دوی سکولونو ته ځې او لارې یی محفوظې وي، په مختلفو سیمو کې اکثر خلک خپل ماشومان د خراب امنیت له امله هم سکولونو ته نه پرېږدي. هم دغه سبب دی چې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په اکثره سيمو کې د انجونو د تعلیم شرحه ډېره کمه ده".
د څیړونکو په خبره، که چري وفاقي او صوبایي حکومتونه تعلیم لپاره د زیاتو فنډونو ورکولو سره سره، د ماشومانو امنیت او په سکولونو کې د تعلیم معیار ښه کړل شي، نو په سکولونو کې د ماشومانو شمېر زیاتېدی شي.