رپورټ: د پاکستان غېرملکې قرضې 125 ارب ډالرو ته زیاتې شوي

د فدا حسین ترمخه د پاکستان د اقتصادي ترقۍ رفتار په قلاره روان دی او لکه د سټیل مل، پي ايي ای, پاکستان ریلوی او واپډ په شان هغه لوی ادارې چې د امدن ګټلو زریعه کېدلی شي اکثر تاوان سره مخامخ دي

د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت قامی اسمبلۍ ته ویلي غیر ملکي قرضې 125 اربه ډالره ته زیاتې شوي او د موجوده مالی کال په لومړو دریو میاشتو کې د پاکستان حکومت 3.6 اربه ډالره قرض ترلاسه کړی دی.

د بزنس ریکارډر ورځپاڼې ترمخه د پاکستان مرکزي بینک وايي روان کال د جون میاشتې 30 نیټی پورې د پاکستان مجموعي قرضه او واجبات 40 کهربه روپۍ ته رسیدلي او د اقتصاد پوهان وایې پاکستان د اخراجاتو او د امدن تر منځه د زیات فرق له وجی په پاکستان قرضې سیوا کیږي او دا هم نه ښودلی کیږی چې دغه قرضې په کومو شرطونو حکومت اخلي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وایې د پاکستان د مجموعي مالیي یا د ټېکس 60 فیصد برخه د قرضونو د سود په مد کی لاړه شی چې له امله یې هر کال قامی بجټ د خسارې سره مخامخ وي.

سجاد احمد وايي د ملک د کال اخراجات 8000 اربه روپۍ دي او امدن یې 5500 اربه روپۍ دی. هغه زیاته وي د اخراجاتو او د امدن ترمنځ د دغې خسارې د پوره کولو دپاره حکومت نور قرضونه اخلي او د خرچونو او امدن د زیات فرق له وجی په قرضونو کی زیات والی کېږي.

د بزنس رېکارډر ترمخه د اقتصادی چارو وزارت د قامی اسمبلۍ د اقتصادی چارو قايمه کمیټۍ ته ویلي په کال 2018 کې د پاکستان مجموعی غیر ملکي قرضې او د واجباتو مالیت 95.23 اربه ډالره وو او مرکزی بېنک وایې په روان کال جون کی بهرنۍ قرضې 122 اربه ډالره ته رسیدلي خو وزارت وایې په ستمبر کی دا رقم 125.8 اربه ډالره ته زیات شوی

د برنس رېکارډر د رپورټ ترمخه سټیټ بینک وايي په جون 2021 کی د پاکستان مجموعی قرضی او واجبات 39.9 کهربه روپۍ ته رسیدلی او په تیرو دری کالو کی په قرضو کی 14.9 کهربه اضافه شوی او دا قرضی مجموعی د ملکی امدن 83 فیصده دی

اقتصاد پوهه فدا حسین وایې پاکستان د ابتدا څخه په غیر ملکي قرضو انحصار کوي او اقتصادي اډانی ته یې پام نه دی کړی.

د فدا حسین ترمخه د پاکستان د اقتصادي ترقۍ رفتار په قلاره روان دی او لکه د سټیل مل، پي ايي ای, پاکستان ریلوی او واپډ په شان هغه لوی ادارې چې د امدن ګټلو زریعه کېدلی شي اکثر تاوان سره مخامخ دي.

فداحسین زیاتوي حکومت چې کومې قرضې اخېستي دا هم نه ده ښودل شوي چې د نړی والو ادارو یا د چین څخه يې په کومو شرطونو ترلاسه کړي دي چې راتلونکو حکومتونو او تحریک انصاف حکومت ته هم مشکلات پیدا کړي.

د مرکزی بینک وینا ده چې په کال 2018 کی پاکستان 7.5 اربه ډالره قرضه واپس کړې وه او روان کال پاکستان له 13.2اربه ډالره قرضه واپس کول دي او پوهان وایي د روپۍ د قدر د کمی له وجې د قرضونو د واپس کولو په رقم کی هم اضافه کیږي.